په میانمار کې تیره ورځ یو ځل بیا د کودتا پر خلاف د مظاهره کوونکو قتل عام وشو

په میانمار کې د کودتا پر خلاف  مظاهره کوونکو قتل عام دوام لري.

1602049
په میانمار کې تیره ورځ یو ځل بیا د کودتا پر خلاف د مظاهره کوونکو قتل عام وشو

 

د میانمار امنیتي  تیره ورځ یو ځل بیا  لږ تر لږه ۲۰ تنه مظاهره کوونکي ووژل .

په میانمار کې د پوځ لخوا د منتخب حکومت پر خلاف د کودتا او د واکمن سیاسي ګوند د ټولو د مشرانو د زنداني کولو نه وروسته پيل شوې مظاهرې دوام لري.

نړۍوالو خبري اژانسونو په میانمار کې د بشري حقونو د څار د ډلو له قوله ویلي دي چې پدې هیواد کې د تیرې ورځې په مظاهرو کې لږ تر لږه ۲۰ تنه مظاهره کوونکي وژل شوي دي.

د میانمار کودتاچي حکومت د پلازمینې یانګون اړوند په ۶ ولسوالیو کې بیړنی حالت اعلان کړ. پدې ولسوالیو کې د هلاینګتایا ولسوالي هم شتون لري. د ویلو ده چې دا ولسوالي یوه صنعي سیمه ده چې ډیری فابریکې پکې فعالیت کوي. د تیرې یکشنبې په ورځ یو زیات شمیر مظاهره کوونکو پدې سیمه کې په چینایي فابریکو او کارخونو بریدونه کړي وو او سوځولې وې.

پولیسو د مظاهره کوونکو پر خلاف ډیره سخته مداخله وکړه او څه باندې ۲۰ تنه مظاهره کوونکي ووژل.

د میانمار پوځ د تیرې یکشنبې پر ورځ لږ تر لږه ۳۹ تنه مظاهره کوونکي وژلي وو.

همداشان تیره ورځ يي هم ۲۰ تنه مظاهره کوونکي ووژل. په میانمار کې د وژل شوو مظاهره کوونکو شمیره ۱۴۰ تنو ته لوړه شوې ده .

د ویلو ده چې د میانمار پوځ د ۲۰۲۰ کال د نوامبر د ۸ په ټولټاکنو کې د درغلیو د ترسره کیدو په بهانه د ۲۰۲۱ کال د فبروري په ۲۱ مه نیټه کودتا وکړه او د واکمن ګوند د مشرې په ګډون ټول چارواکي يي ونیول او زنداني کړل.

همداشان په میانمار کې بیا د فبروري په شپږمه نیټه د کودتاچي حکومت پر خلاف مظاهرې پيل شوي دي چې اوس هم دوام لري.


پيوندونه: #مظاهرې , #میانمار

اړوند خبرونه