په میانمار کې د معترضینو لپاره تر ټولو خونړۍ ورځ.
په میانمار کې تیره ورځ په مظاهرو کې ۳۹ تنه ووژل شول
په میانمار کې د کودتا پر خلاف د تیرې ورځې په مظاهرو کې امنیتي ځواکونو لږ تر لږه ۳۹ تنه مظاهره کوونکي وژلي دي.
د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې پرون یکشنبه په میانمار کې د کودتا پر خلاف د مظاهره کوونکو لپاره تر ټولو خونړۍ ورځ وه.
رویټرز په میانمار کې د بشري حقونو د څارنونکې ډلې له قوله لیکلي دي چې پرون یکشنبه د مارچ ۱۴ مه د یانګون په سویل کې هلاینګتایا په سیمه کې ۲۲ تنه مظاهره کوونکي او ۱۶ تنه نور د هیواد په نورو برخو کې وژل شوي دي.
همداشان د تیرې ورځې په مظاهرو کې د مظاهره کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځه په اخوډب کې یو تن پولیس هم ژوند د لاسه ورکړی دی.
د میانمار د بشري حقونو څارنونکو ویلي دي چې په میانمار کې د فبروري په لومړۍ نیټه د کودتا نه وروسته تیره ورځ د کودتا پر خلاف د مظاهره کوونکو لپاره تر ټولو خونړۍ ورځ وه.
د ویلو ده چې پولیسو هله د مظاهره کوونکو پر خلاف وژنونکې ګامونه اوچت کړل چې مظاهره کوونکو د هلاینګتایا په صنعي سیمو کې چینايي کارخونو ته په اور اچولو پيل وکړ.
په میانمار کې مظاهره کوونکي د کودتا اصلي لامل چین بولي. د همدې امله مظاهره کوونکي د چین پر خلاف ډیر سخت غبرګون ښايي. د بله پلوه چین حکومت تیره ورځ د میانمار د کودتاچي حکومت نه پدې هیواد کې د چینایي وګړو او کارخونو د امنیت په برخه کې د لا زیاتو تدابیرو نیولو غوښتنه وکړه.
همداشان جاپان کابینې په ننۍ غونډه کې د میانمار د وروستیو پیښو او مظاهره کوونکو د وژلو په مسئلې بحث او غور وکړ.
جاپان ویلي دي چې په میانمار کې به د روان وضعیت په اړه چپ پاتې نشي.