په میانمار کې نن یو ځل بیا ۷ تنه مظاهره کوونکي ووژل شول

په میانمار کې د پوځي کودتا پر خلاف د روانو مظاهرو په ترڅ کې نن ۷ تنه نور مظاهره کوونکي هم ووژل شول.

1599306
په میانمار کې نن یو ځل بیا ۷ تنه مظاهره کوونکي ووژل شول

 

د میانمار د رسنیو د خبر له مخې د ماګوې په سیمه کې امنیتي ځواکونو د کودتا پر خلاف په مظاهره کوونکو ډیره سخته مداخله وکړه چې په نتیجه کې ۶ تنه مظاهره کوونکي مړه او ۸ تنه نور ټپيان شول.

همداشان د نارت اوکال اپا په سیمه کې هم امنیتي ځواکونو پر مظاهره کوونکو د سختې مداخلې په نتیجه کې یو تن مظاهره کوونکي ژوند د لاسه ورکړ.

د بله پلوه د میانمار کودتاچي حکومت د اراکان پوځ د ترهګرو د لست نه وویسته.

د میانمار د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مرکزي کمیټې د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د اراکان پوځ پدې وروستیو کې هیڅډول کوم ترهګریز برید او عمل ندی ترسره کړی چې د همدې امله د ۲۰۲۱ کال د مارچ د ۱۱ نیټې نه په اعتبار سره  د ترهګرو د لست وویستل شو.

د ویلو ده چې په میانمار کې د ۲۰۲۰ کال د مارچ په ۲۳ مه نیټه د اراکان پوځ د ترهګرو سازمانونو په لست کې شامل کړی وو  .

د میانمار پوځ د ۲۰۲۰ کال د نوامبر د ۸ په ټولټاکنو کې د درغلۍ کیدو په ادعاء سره د فبروري په لومړۍ نیټه کودتا وکړه او د هیواد د واکمن ګوند ټول سیاسي مشران يي زنداني کړل او واک او اختیارات يي په خپل لاس کې ونیو.

د میانمار واکمن ګوند مشرې د هیوادوالو نه د کودتا پر خلاف د مظاهرو او مقامت کولو غوښتنه وکړه.

په میانمار کې د فبروري په ۶ مه نیټه د کودتاچي حکومت پر خلاف مظاهرې پيل شوې.

پدې مظاهرو کې تر اوسه پورې په لسګونو تنه وژل شوي او په سلګونو تنه نیول شوي دي.



اړوند خبرونه