اندونیزیا کې د ښوونځي د زده کوونکو د بس موټر د چپه کیدو په پیښه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

په اندونیزیا کې د ټرافیکي پیښه په نتیجه کې ستر قتل عام رامنځته شو.

1599161
اندونیزیا کې د ښوونځي د زده کوونکو د بس موټر د چپه کیدو په پیښه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

 

په اندونیزیا کې د ښوونځي د زده کوونکو بس موټر د چپه کیدو په پیښه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

د اندونیزیا د مقاماتو ویلي دي چې د پلازمینې جاکارتا په لویدیځ کې د جاوا په سیمه کې د یو ابتدایه ښوونځي د زده کوونکو او ښوونکو بس موټر د سړک نه لاندې یوې درې ته لویدلې ده.

پدې پيښه کې لږ تر لږه ۲۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۳۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

د جاکارتا روغتیايي مسئولینو ویلي دي چې د ټپیانو نه د ۱۳ تنو روغتیايي حالت ښه ندی. روغتیايي مسئولینو ویلي دي کیدای شي چې د مړو شمیره تغیر ومومي او لوړه شي.

ویل کیږي د بس چلوونکي هم پدې پيښه کې ژوند د لاسه ورکړی دی.

پداسې حال کې چې د پیښې اصلي لامل معلوم ندی خو عیني شاهدانو ویلي دي چې د بس بریکونو کار پریښی وو چې د همدې امله د سړک نه لاندې درې ته ولوید.

پولیسو د پیښې په اړه تحقیقات پیل کړي دي.

د ویلو ده چې په اندونیزیا کې په کافي توګه زیربناګانو او په لارو کې د امنیتي تدابیرو د نه شتون له امله وخت نا وخته ورته پیښې رامنځته کیږي.



اړوند خبرونه