ینس ستولتنبرګ وویل چې ترکیه د ناټو سازمان یو ډیر مهم غړی او متحد هیواد دی.

د ناټو سازمان عمومي مشر ینس ستولتنبرګ وویل چې ترکیه د ناټو سازمان یو ډیر مهم غړی او متحد هیواد دی.

1598242
ینس ستولتنبرګ وویل چې ترکیه د ناټو سازمان یو ډیر مهم غړی او متحد هیواد دی.

د ناټو سازمان عمومي مشر ینس ستولتنبرګ وویل چې ترکیه د ناټو سازمان یو ډیر مهم غړی او متحد هیواد دی.

هغه وویل که چیرې یواځې نقشې ته هم وګورۍ دا خبره لیدلی شۍ.

ینس ستولتنبرګ د امریکا د کالیفورنیا په ایالت کې د ستنفورد پوهنتون د نړۍوال امنیت او همکارۍ د مرکز لخوا جوړ شوی د ناټو تطابق تر نامه لاندې په کنفرانس کې د ویدیو کنفرانس له لارې ګډون وکړ.

ستولتنبرګ ترکیې لخوا د روسیې نه د اس ۴۰۰ دفاعي سیستم د رانیولو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې " د ناټو سازمان د متفقینو ترمنځه توپیرونه یوه نوې خبره نده. خو د ناټو سازمان ددې ډول توپیرونو ، اختلافاتو او ستونزو په اړه د بحث او حل لارو د موندولو لپاره تر ټولو یو ښه پلاټ فورم دی. "

ستولتنبرګ وویل چې د اس ۴۰۰ دفاعي سیستم، ختیځې مدیترانې او کډوالو د ستونزې په اړه مو خپلې اندیښنې د انقرې سره شریکې کړي دي.

هغه وویل خو په یوه خبره باید هر سړی ډیر ښه پوه شي چې ترکیه د ناټو سازمان یو ډیر مهم غړی او متحد هیواد دی. که چیرې یواځې نقشې ته هم وګورۍ دا خبره په ډیره ښه توګه لیدلی شۍ. په ځانګړې توګه د عراق او سوریې سره د  پولو درلودو، داعش ترهګرې ډلې پر وړاندې په مبارزه کې د مهم رول ، په سیمه کې د داعش تر کنټرول لاندې په سیمو کې د میلیونونو تنو انسانانو ازادولو، مهمو بڼسټونو او هوايي ډګرونو سره زمونږ او ناټو سازمان لپاره ځانګړی اهمیت لري.



اړوند خبرونه