وینزویلا د اروپايي ټولنې ۴ غړیو هیوادونو ته د اعتراض په ډول یاداشت ورکړ.
وینزویلا کې په هیواد کې د اروپايي ټولنې د هئیت مشر د نامطلوب شخص په توګه اعلان کړ او د هغه يي وینزویلا نه د وتو په خاطر ۷۲ ساعته وخت ورکړ
د وینزویلا د بهرنیو چارو وزیر خورخه اریازا ویلي دي چې د اروپايي ټولنې ۴ غړیو هیوادونو فرانسې، جرمني، هالنډ او اسپانیا سفارتخانو ته يي د اعتراض په ډول یاداشت ورکړ.
هغه د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې په هیواد کې د ۴ اروپايي هیوادونو ډیپلوماتیکو استازو ته د اعتراض په ډول یاداشت ورکړ. هغه د یاداشت د ورکولو پر مهال اخیستې عکسونه هم خپاره کړي دي. هغه ویلي دي چې دا یاداشتونه د وینزویلا د اساسي قانون سره سم په هیواد کې د بهرنیو هیوادونو ډیپلوماتیکو استازو ته د اعتراض په ډول ورکړ شوي دي.
د وینزویلا بهرنیو چارو وزیر تیره ورځ خبري غونډې ته وویل چې په کاراکاس کې د اروپايي ټولنې د هئیت رئیس سفیر ایزابل بریلنت پدروسا د نامطلوب شخص په توګه اعلان کړ او وویل چې هغه ته مو د وینزویلا د خاورې نه د وتو په خاطر ۷۲ ساعته مهلت ټاکلی دی. هغه وویل چې دا پریکړه يي د اروپايي ټولنې لخوا پر وینزویلا د تحریمونو د لګولو په ځواب کې کړې ده. هغه ویلي وو چې دم ګړۍ اروپايي ټولنې او امریکا پر وینزویلا ۵۵ تحریمونه لګولي دي.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.