د ناټو مشر دافغانستان او عراق په اړه مهمې ارزونې وکړې

د ناټو سازمان د دفاع وزیران د افغانستان نه د ځواکونو د ویستو او یا پاتې کیدو په اړه کومې نتیجې ته ندي رسیدلي دي.

1586566
د ناټو مشر  دافغانستان او عراق په اړه مهمې ارزونې وکړې

 

همداشان د ناټو د دفاع وزیرانو په عراق کې د خپلو ځواکونو د کچې د لوړولو پریکړه وکړه.

د ناټو سازمان عمومي مشر ینس ستولتنبرګ  د ناټو سازمان د دفاع د وزیرانو د غونډې نه وروسته چې د ویدیو کنفرانس له لارې جوړه شوې وه خبري غونډه کې ګډون وکړ.

هغه په افغانستان او عراق کې د ناټو سازمان د ماموریت په اړه معلومات ورکړل. هغه وویل چې د ناټو سازمان د دفاع  د وزیرانو په پرونۍ غونډه کې د افغانستان نه د ناټو ځواکونو د وتو او یا پاتې کیدو په اړه نهايي پریکړه نده شوې. هغه وویل چې د امریکا او طالبانو ترمنځه  د لاسلیک شوي تړون له مخې باید د مې د میاشتې په لومړۍ نیټه د افغانستان نه ټول بهرني ځواکونه ووځي خو ناټو سازمان تر اوسه پورې پدې اړه نهايي پریکړه نده.

ستولتنبرګ وویل سره ددې چې په افغانستان کې د سولې بهیر په ډیره ټکندي او کلاره توګه پر مخ روان دی خو بیا هم  مونږ ترینه قوي ملاتړ کوو.

هغه په عراق کې هم د ناټو ځواکونو د ماموریت په اړه ارزونې وکړې.

هغه وویل چې د ناټو سازمان د دفاع د وزیرانو په پرونۍ غونډه کې په عراق کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په چوکاټ کې د عراقي ځواکونو نه د ملاتړ او د داعش ترهګرې ډلې د بیرته رارستنیدو او ځالو او ریښو د ځغلولو د مخنیوي په خاطر په عراق کې د ناټو سازمان د ماموریت د لمنې د لا پراخولو پریکړه وکړه.

هغه وویل چې ناټو سازمان پدې پریکړه کې البته چې د عراق حکومت غوښتنې هم مثبت رول لوبولی دی. هغه وویل چې په عراق کې زمونږ پوځي ماموریت تل باید د عراق ملي حاکمیت او مځکنۍ بشپړتیا ته د درناوي په چوکاټ کې ترسره شي. هغه وویل چې ناټو سازمان دم ګړۍ په عراق کې ۵۰۰ تنه سرتیري لري دا شمیره به ۴۰۰۰ زرو تنو ته لوړه کړه. پدې غونډه کې دا شمیره ۴۰۰۰ تنو ته د لوړولو پریکړه وشوه.

همداشان د عراقي ځواکونو روزنیز پروګرامونه کچه به هم لوړه کړی شي.د بغداد نه بهر د نورو سیمو امنیتي ځواکونه به هم په رونیز پروګرام کې شامل کړی شي.

هغه وویل چې ناټو به په بغداد کې خپل ټول فعالیتونه د عراق ملي حاکمیت او مځکنۍ بشپړتیا ته د درناوي په چوکاټ کې ترسره کړو.



اړوند خبرونه