په هندوستان کې د هوايي فشنګانو په فابریکه کې چاودنه شوې

په هندوستان کې د هوايي فشنګانو په فابریکه کې د چاودنې له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

1582695
په هندوستان کې د هوايي فشنګانو په فابریکه کې چاودنه شوې

 

دا چاودنه د هیواد په سویل کې د تامیل نادو په ایالت کې رامنځته شوې ده .

ویل کیږي چاودنه د هوايي فشنګانو په جوړولو کې د کاریدونکو کیمیايي موادو د مخلوطولو پر مهال رامنځته شوې ده .

د چاودنې نه وروسته ستره اورلګیدنه رامنځته شوه. د پیښې نه وروسته په لسګونو د اور وژنې موټرې  او د ژغورنې ډلې سیمې ته واستول شوې.

د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې چاودنه کې ۱۵ تنه مړه او څه باندې ۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د ویلو ده چې په هندوستان کې یو زیات شمیر د هوايي فشنګانو او پټاقیو غیرې قانوني فابریکې فعالیت کوي چې وخت نا وخته پکې ورته پيښې رامنځته کیږي.



اړوند خبرونه