د ایران د مهم اټومي ساینسپوه د وژنې په اړه د انګلیسي ورځپاڼې مهمه ادعاء

په انګلستان کې چاپیدونکي د جاوش کرونیکل ورځپاڼې د ایران مهم اټومي ساینسپوه محسن فخري زاده د اسرائیل د استخباراتو لخوا د وژل کیدو ادعاء کړې ده .

1581627
د ایران د مهم اټومي ساینسپوه د وژنې په اړه د انګلیسي ورځپاڼې مهمه ادعاء

 

یادې شوې ورځپاڼې د استخباراتي سرچینو له قوله په خپور کړی یو خبر کې ویلي دي چې محسن فخري زاده د موساد د ۹ میاشتنې پلان په نتیجه کې وژل شوی دی.

په خبر کې راغلي دي چې فخري زاده  ریموټي وسلې سره چې یو ټن وزن يي درلود او پارچه پارچه راوړل شوی او په سیمه کې تړل شوې وه وژل شوی دی.

په خبر کې راغلي دي چې د اسرائیل استخباراتو په ۲۰۱۸ کال کې په ایران کې د ځانګړو عملیاتو په نتیجه کې داسې محرم اسناد وموندل چې پکې د ایران د اټومي پروګرام مهم ساینسپوه فخري زاده نوم ذکر شوی وو. پدې اسنادو کې ویل شوي وو چې د ایران د اټومي پروګرام مهم ساینسپوه فخري زاده دی. د موساد ددینه وروسته د فخري زاده د وژلو تصمیم ونیو.

موساد د ۲۰۲۰ کال د مارچ په میاشت کې د فخري زاده د وژلو  د پلان په عملي کولو پيل وکړ. ویل کیږی لومړی د موساد څه باندې ۲۰ تنه  اجنټان د ایراني اجنټانو سره په ګډه د کار کولو په خاطر ایران ته ولیږل .

د موساد جاسوسانو لومړی د فخري زاده په تعقیبولو پيل وکړ.

جاسوسانو یو ډیر هر اړخیزو او دقیق پلان جوړ کړ. ګام په ګام او دقیقه په دقیقه. د چا خبره ۸ میاشتې د فخري زاده سره ساه واخیسته او ساه ورکړه. د هغه سره یو ځای ویده او د هغه سره یو ځای له خوبه پاڅیدل. د هغه سره يي په هر سفر کې ملګرتیا وکړه  او ذره ذره يي هر څه په پلان کړې شامل کړل. حتا هغوې فخري زاده د بدن د بوی نه پیژنده.

په خبر کې راغلي دي چې نوموړې ډلې جمعې پر ورځ خپل کور ته د ستنیدو پر مهال د هغه د وژلو تصمیم ونیو. نوموړې ډلې د فخري زاده د تګ راتګ ګذرګاه، د موټر سرعت، د تګ راتګ ساعت  او حتا هغه دروازې چې د فخري زاده لخوا به کارول کیدې ټول حساب کړې وې. د هغه په ګذر ګاه کې تر ټولو په مهمې سیمه کې یوه ډیره ځانګړې وسله چې د ریموټ کنټرول په واسطه يي کار کولو ځای په ځای کړه. داسې وسله چې د غوښتنې په صورت کې د بم په وسیله لمنځه هم وړل کیدله ځای په ځای کړې وه.

دا وسله چې یو ټن وزن يي درلود پرزه پرزه او پارچه پارچه ایران ته انتقال شوه. همداشان دا وسله يي په یو موټر کې چې د ډیر وخت نه د لارې د پاسه ولاړ وو ځای په ځای کړه. همداشان د برید په ورځ کله چې د فخري زاده موټر سیمې نه تیریده د نوموړو جاسوسانو لخوا د لرې سیمې نه د ریموټ کنټرول په واسطه پرې برید وکړ.

فخري زاده باندې ۱۳ ډزې وشوې او وروسته وسله د بم په وسیله وچول شوه او جاسومانو د سیمې نه وتښتیدل.

سرچینې ویلي دي چې اسرائیل دا برید د امریکا د مداخلې او مرستې نه پرته ترسره کړ. د برید په اړه یي امریکا ته ډیر کم معلومات ورکړي وو.



اړوند خبرونه