په هندوستان کې د سیلاو په نتیجه کې ۱۴ تنه مړه او ۱۵۰ تنه لا درکه شوي دي

په هندوستان کې د ناندا دیوي د طبعي یخچال د یوې برخې د ماتېدو او ډالیګنګا سیند ته د غورځیدو په نتیجه کې د سیلاو د رامنځه  کیدو په نتیجه کې ۱۴ تنه مړه او تر ۱۵۰ تنو ډیر کسان لادرکه شوي دي.

1579105
په هندوستان کې د سیلاو په نتیجه کې ۱۴ تنه مړه او ۱۵۰ تنه لا درکه شوي دي

  په هندوستان کې د ناندا دیوي د طبعي یخچال د یوې برخې د ماتېدو او ډالیګنګا سیند ته د غورځیدو په نتیجه کې د سیلاو د رامنځه  کیدو په نتیجه کې ۱۴ تنه مړه او تر ۱۵۰ تنو ډیر کسان لادرکه شوي دي.

د هندي مقاماتو په وینا پرون یکشنبه د فبروري ۷ مه نیټه د اتر کنډ ایالت د چامولي په سیمه کې د ناندا دیوي د طبعي یخچال د یوې برخې د ماتیدو او د ډالیګنګا سیند ته د راغورځیدو په پایله کې سیلاو رامنځته شو چې  نتیجه کې د دوو بندونو پروژو او یو زیات شمیر استوګنځایونو ته زیان رسولی دی.

د سیلاو نه وروسته د ژغورنې او پلټنو په چارو کې د ۱۴ تنو مړي موندل شوي او تر ۱۵۰ تنو ډیر لا درکه شوي دي چې ګمان کیږي ټولو ژوند د لاسه ورکړی وو.

د چامولي د سیمې پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې پدې پیښه کې لادرکه شوي کسان ډیری د برښنا د بندونو د پروژو کارګران دي. همداشان د سیلاو نه وروسته ۱۵ تنه ژوندي ژغورل شوي دي.

د بله پلوه د هندوستان هوايي ځواکونو د هوا له لارې د ژغورنې په عملیاتو کې برخه اخیستې ده .

د هندوستان او تبت په سرحدي سیمه کې پولیسو ویلي دي چې ددې فلاکت د رامنځته کیدو نه وروسته  د رایني د کلي په شاوخوا کې د پلټنو په عملیاتو پيل شوی دی.

پولیسو ویلي دي چې  د پلټنو په عملیاتو کې څه باندې ۲۰۰ تنو پولیس هم ګډون کړی دی او وضعیت تر کنټرول لاندې دی.

د هندوستان د کورنیو چارو وزیر امیت شاه ویلي دي چې د هندوستان د ناورین پر خلاف د مبارزې د ملي ادارې اړوند د پلټنې ۴ ډلې سیمې ته رسیدلي دي او نورې ډلې به هم سیمې ته ورسیږي.

د بله پلوه د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي د پيښې په اړه ژوره خواشیني ښودلې او ویلي دي چې د پیښې پرمختګونه د نږدې نه تعقیبوي. هغه ویلي دي چې زمونږ ټول هیواد د ناورین ځپلو ترڅنګ ولاړ دی او د هغوې لپاره دعاء کوي.

د ویلو ده چې په ۲۰۱۳ کال کې هم د هندوستان د اتر کنډ په ایالت کې د شدیدو بارانونو نه وروسته د رامنځته شوو مځکښویدنو په نتیجه کې تر ۱۰۰۰ تنو ډیرو کسانو ژوند د لاسه ورکړی وو.



اړوند خبرونه