په شیکاګو کې په یو هوټل کې د وسله وال برید شوی دی

په امریکا کې په یو هوټل کې وسله وال برید شوی

1578582
په شیکاګو کې په یو هوټل کې د وسله وال برید شوی دی

د امریکا متحده ایالتونو د شیکاګو په ایالت کې په یو وسله وال برید کې لږ تر لږه یو تن مړ او څو تنه نور ټپیان شوي دي.

د شیکاګو پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې نن خالي د فبروري ۶ مه د شیکاګو ښار په څنډو کې په یو هوټل کې وسله وال برید وشو چې په نتیجه کې یو تن مړ او څو تنه نور ټپيان شوي دي.

پولیسو ویلي دي کله چې پولیس د پيښې سیمې ته ورسیدل ګن شمیر ټپیان يي ولیدل.

ټپیان سمدلاسه نږدې روغتونونو ته انتقال او د درملنې لاندې نیول شوي دي. همداشان د ټپیانو نه یو تن په روغتون کې ساه ورکړې ده .

پولیسو د پيښې په اړه د جزیاتو ورکولو نه ډډه کړې ده .

پولیسو د نوموړي برید په اړه پراخه څیړنې پیل کړي دي.



اړوند خبرونه