په میانمار کې د کودتاچي پوځي حکومت پر خلاف مظاهرې پيل شوي دي

په میانمار کې د فبروري په لومړۍ نیټه د پوځي کودتا نه وروسته د کودتا پر خلاف مظاهرې پیل شوي دي.

1578394
په میانمار کې د کودتاچي پوځي حکومت پر خلاف مظاهرې پيل شوي دي

 

د میانمار په پلازمینه یانګون کې نږدې زر تنه  مظاهره کوونکي راټول او د کودتا پر خلاف يي مظاهره وکړه.

ویل کیږي ډیری زده کوونکي او فابریکو د کارګرانو نه جوړ نږدې ۱۰۰۰ تنه مظاهره کوونکي نن سهار په ساعتونو کې په پلازمینه یانګون کې سره راټول شول او د کودتا پر خلاف يي د شعارونو په ورکولو پیل وکړ.

همداشان نوموړو مظاهره کوونکو د ټولنیزې مډیا له لارې په خلکو د کودتاچي نظام پر خلاف مظاهرو ته راوبلل.

مظاهره کوونکو پوځي ډیکټاټوري نه منو، مرګ په ډیکټاټورۍ او ژوندی دې وي ډیموکراسي په څیر شعارونه ورکول.

د بله پلوه تیره شپه په میانمار کې خلکو د کورونو د بالکونونو نه د دیګونو او څمڅیو په ټنګولو سره د کودتاچي نظام پر خلاف خپل غبرګون وښود.

همداشان د میانمار پوځي حکومت په هیواد کې د ټولنیزې مډیا له لارې د مظاهره کوونکو د انسجام د مخنیوي په خاطر فیسبوک، ټویټر او انستګرام باندې بندیز ولګو.



اړوند خبرونه