د جزا د نړۍوالې محکمې د پریکړې په اړه د امریکا او اسرائیل سخت غبرګون
جزا نړۍواله محکمه: په فلسطین کې د اسرائیل لخوا د ترسره شوو جنګي جنایتونو د څیړولو پوره صلاحیت لري
د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند نید پرایس او د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د جزا د نړۍوالې محکمې هغه پریکړه چې ویلي دي د اسرائیل لخوا د فلسطین په خاوره کې د ترسره شوو جنګي جنایتونو د څیړولو پوره صلاحیت لري سخت غبرګون وښود.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند پرایس په ورځنۍ خبري غونډه کې وویل چې
" مونږ د جزا د نړۍوالې محکمې لخوا پر اسرائیل د پرسونل له لارې يي د فشار راوستو د اقداماتو په اړه اندیښمن یو. زمونږ دریځ تل دا دی چې د محکمې لخوا د هغه هیوادونو پر وړاندې صلاحیتونو کارول دي چې مواففه ولري او یا د ملګروملتونو د امنیت شورا غوښتنه شتون ولري."
د بله پلوه د اسرائیل لومړي وزیر نتنیاهو بیا د جزا نړۍوالې محکمې د پریکړې په غبرګون کې ویلي دي چې " د جزا نړۍوالې محکمې نن یو ځل بیا دا خبره په اثبات ورسوله چې د یو قضايي ارګان په څیر نه بلکې د یو سیاسي ارګان په څیر چلند کوي."
نتنیاهو ددې خبرې نه په یادونې سره ویلي دي چې اسرائیل د جزا د نړۍوالې محکمې غړی هیواد ندی. ددې ترڅنګ د جزا نړۍواله محکمه په حقیقي جنګي مجرمینو سترګې پټوي او حقوق د هر څه د پاسه نیوونکي او دیموکراتیک حکومت خاوند اسرائیل دولت تعقیبوي. د جزا نړۍوالې محکمې ددې پریکړې سره د دیموکراسۍ هغه حق چې ترهګرۍ پر وړاندې د ځان نه دفاع کوي د خپو لاندې کړ او د سولې د کړۍ د پراخولو په خاطر هلو ځلو ته يي زیان رسولی دی.
د ویلو ده چې د جزا نړۍالې محکمې د فلسطین په خاوره کې د اسرائیل لخوا د ترسره شوو جنګي جنایتونو د څیړلو پوره صلاحیت لري په اړه پریکړه وکړه