د میانمار کودتاچي پوځي حکومت پر خلکو یو د بل سره محدودیتونه لګولي.

په میانمار کې پر فیسبوک بندیز ولګول شو

1577038
د میانمار کودتاچي پوځي حکومت پر خلکو یو د بل سره محدودیتونه لګولي.

 

د میانمار د مخابراتو او معلوماتو وزارت دولتي او مخابراتي ټولو شرکتونو ته د فبروري تر اومې نیټې په هیواد کې د فیسبوک د تړولو امر کړی دی.

د میانمار د مخابراتو او معلوماتو وزارت ویلي دي چې دا تصمیم يي په هیواد کې د استقرار د ټینګښت په خاطر نیولی دی.

د یاد شوي وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې یو زیات شمیر مغرض اشخاص د فیسبوک له لارې د ناسمو او درواغ خبرونو په خپرولو سره غواړي چې د خلکو په منځ کې نافهمي او ستونزې رامنځته کړي.

د میانمار د مخابراتو دولتي شرکت د مخابراتو او معلوماتو د وزارت د پریکړې په رڼا کې د فیسبوک سربیره په انستګرام او واټسپ  هم بندیز لګولی دی خو خصوصي مخابراتي شرکتونو بیا یواځې پر فیسبوک بندیز لګولی دی.

د فیسبوک د شرکت ویاند انډي ستون په میانمار کې پر فیسبوک د بندیز لګول پخلی کړی دی.

هغه ویلي دي چې په میانمار کې هیڅوک فیسبوک ته داخلیدی نشي.

د ویلو ده چې په میانمار کې پوځ د ۲۰۲۰ کال د نوامبر د اتمې نیټې په ټولټاکنو کې د پراخه درغلیو د ترسره کیدو په ادعاء سره کودتا وکړه او د هیواد ولسمشر او د واکمن ګوند د مشرې  په ګډون ټول جګپوړي چارواکي ونیو.

پوځ په هیواد کې د یو کال لپاره بیړنی حالت اعلان کړ.

 



اړوند خبرونه