په میانمار کې پوځي کودتا وشوه.
پوځ د هیواد د واکمن ګوند مشره د ولسمشرۍ د شورا رئیسه او د بهرنیو چارو وزیره انګ سان سو چي او د ګوند نور چارواکي نیولي دي.
د میانمار د ملي ډیموکراتیک یووالي ګوند ویاند میو یونت ویلي دي چې د ګوند مشره او ټول چارواکي د پوځ لخوا نیول شوي دي.
د بله پلوه پوځ پوځ د هیواد د خبري رسنیو له لارې د اعلامیې په خپرولو د کودتا پخلی کړی دی او ویلي دي چې د هیواد کنټرول يي په لاس کې نیولی دی.
په اعلامیه کې راغلي دي چې د میانمار ټول اختیارات لوی درستیز مین اونګ هیلاینګ په لاس کې دي.
په اعلامیه کې ددې کودتا لامل د ۲۰۲۰ کال د دسمبر په ۸ مه نیټه په ترسره شوو ټولټاکنو کې د درغلیو ترسره کیدل ښودل شوي دي.
په میانمار کې د کودتا نه وروسته بیړنی حالت اعلان شوی دی. همداشان ویل شوي دي چې هیواد به د یو کال لپاره د پوځ لخوا اداره کړی شي.
د میانمار د واکمن ملي دیموکراتیک یووالي ګوند ویاند میو یونت د رویټرز خبري اژانس سره په ټیلیفوني مرکه کې ویلي دي چې د هیواد ولسمشر وین مینت او د ولسمشرۍ شورا رئیسه او بهرنیو چارو وزیره سو چي او د ګوند ټول جګپوړي چارواکي د پوځ لخوا نیول شوي دي.
ویاند د میانمار په خلکو د پوځ په مقابل کې د قانون سره سم د چلند کولو غوښتنه کړې ده.
د ویلو ده چې په میانمار کې د ۲۰۲۰ کال د نوامبر په ۸ مه نیټه د ترسره شوو ټاکنو نه وروسته پوځ په ټاکنو کې د درغلیو د ترسره کیدو ادعاء وکړه.
د میانمار لوی درستیز د جنوري په ۲۷ مه نيټه حکومت ته خبرداری ورکړ چې د قانون سره سم د چلند د نه کولو په صورت کې به اساسي قانون فسخه کړي.
د بله پلوه تمه کیده چې د میانمار پارلمان د ټاکنو نه وروسته نن پرانیستل شي.
د ملګروملتونو سرمنشي د جنوري په ۲۹ مه نيټه په میانمار کې د روانو ناندریو په اړه ژوره اندیښنه ښودلې وه. هغه په میانمار کې په ټولو خواوو د هر ډول تحریک او پارونکو اقداماتو نه د لاس په سر کیدو غږ کړی وو.
د میانمار د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون د جنوري په ۲۹ مه نیټه د پوځ لخوا په ټاکنو کې د درغلیو د ترسره کیدو په اړه ادعاګانې رد کړې.
د میانمار پوځ د جنوري په ۲۷ مه نيټه د نوموړي هیواد واکمن ګوند ته په ټاکنو کې د درغلیو د ترسره کولو له امله خبرداری ورکړی وو او ویلي وو چې د قانون سره سم د چلند د نه کولو په صورت کې به اساسي قانون فسخه کړي.