کاناډايي مدني ټولنې د حکومت نه د اسرائیل نه د ډرون الوتکو د نه اخیستو غږ کړی

په منځني ختیځ کې د عدالت او سولې لپاره کاناډایان په نامه مدني ټولنې  د کاناډا پر حکومت د اسرائیل نه د بې پیلوټه الوتکو د نه اخیستو او پدې اړه د لاسلیک کړي توافق لیک د لغوه کولو غږ کړی دی.

1574036
کاناډايي مدني ټولنې د حکومت نه د اسرائیل نه د ډرون الوتکو د نه اخیستو غږ کړی

په منځني ختیځ کې د عدالت او سولې لپاره کاناډایان په نامه مدني ټولنې  د کاناډا پر حکومت د اسرائیل نه د بې پیلوټه الوتکو د نه اخیستو او پدې اړه د لاسلیک کړي قرارداد د فسخه کولو غوښتنه کړې ده .

یادې شوې ټولنې د ټولنیزې مډیا له لارې د اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې کاناډا د اسرائیل تر ټولو ستر دویم د وسلو شرکت البیت سیستم  نه د بې پيلوټه الوتکو د اخیستو په خاطر ددې شرکت سره د ۳۶ عشاریه ۱۶ میلیونه ډالرو په ارزښت یو قرارداد لاسلیک کړی دی.

یادې شوې ټولنې ویلي دي چې اسرائیل په ۲۰۱۴ کال کې په غزه کې پر ملکي وګړو په خونړیو بریدونو کې د همدې شرکت د وسلو نه کار اخیستی دی. همداشان د کاناډا لخوا اخیستل شوي هرمیس ۹۰۰ ډوله بې پيلوته الوتکې پدې برید کې د کارول شوو په وسلو سمبال بې پيلوټه الوتکو یو نوی او بې وسلو ماډل دي.

اسرائیل په ۲۰۱۴ کلونو کې د غزې په بریدونو کې د همدې په وسلو سمبال بې پیلوټه الوتکو سره ۱۶۴ تنه ماشومان په قتل رسولي دي.

د همدې امله د کاناډا د بشري حقونو او نړۍوالو حقوقو د خپو لاندې کوونکي او په ډیره بې باکه توګه سرغړونکي یو شرکت نه  د پوځي توکو اخیستل  د کاناډا لپاره د منلو وړ خبره نده.

په منځني ختیځ کې د عدالت او  سولې لپاره کاناډایان مدني ټولنه د کاناډا پر حکومت  غږ کړی دی چې د البیت سیستم اسرائیلي شرکت  سره چې د کاناډا او نړۍوالو حقوقو نه يي په ښکاره توګه سرغړونې کړي دي لاسلیک کړی قرارداد لغوه کړي.



اړوند خبرونه