د بایدن د بهرنیو چارو نوماند وزیر بلینکن د سنا مجلس نه د باور رای واخیسته
بلینکن د باور رای واخیسته
د امریکا د سنا مجلس د جو بایدن د بهرنیو چارو نوماند وزیر انتوني بلینکن ته د باور رای ورکړه.
د ویلو ده چې بلینکن د اوږدو کلونو راهیسې د بهرنیو چارو په وزارت کې دنده درلوده. هغه په بهرنی سیاست کې ۳۰ کلنه تجربه لري.
۵۸ کلن بلینکن چې تمه کیږي د امریکا نړۍوال انځور ورغوي د اوباما په دوره کې په سپینه ماڼۍ، د بهرنیو چارو وزارت او سنا مجلس د بهرنیو اړیکو په کمیټو کې په ډیرو مهمو پوستونو کې کار کړی دی.
بلینکن چې د اوږدو کلونو راهیسې د بایدن سره کار کولو او بهرني سیاست په برخه کې ۳۰ کلنه تجربه لری د اوباما په دوره کې د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۷ کلونو ترمنځه يي د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال په توګه دنده ترسره کوله.
همداشان د اوباما په دوره کې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د سلاکار د مرستیال په توګه هم دنده ترسره کړې ده .
هغه د ۱۹۹۴ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځه د پخواني ولسمشر بیل کلنټن د ملي امنیت په شورا کې دنده ترسره کړې ده .
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.