په نایجیر کې په بریدونو کې د مړو شمیره تر سلو تنو واوښته

په نایجیر کې دوه ورځې مخکې په ترسره شوو ترهګریزو بریدونو کې د مړو شمیره د ۱۰۰ تنو نه واوښته.

1556660
په نایجیر کې په بریدونو کې د مړو شمیره تر سلو تنو واوښته

 

په نایجیر کې ترهګرو د مالي سره په پوله کې د چومبانګو او زارومداره په کلو د خونړیو بریدونو سره قتل عامونه رامنخته کړل.

د نوموړو دوو کلو د ادارې مسئول مشر المو حسن خبري رسنیو ته ویلي دي چې له بده مرغه چې د ترسره شوو خونړیو بریدونو خاني تلفاتو شمیره د دوه ورځې مخکې د اعلان شوې شمیرې نه ډیره لوړه ده.

هغه ویلي دي چې په دواړو کلو کې د مړو شمیره تر ۱۰۰ تنو اوښتې ده . پدې بریدونو کې یو زیات شمیر کسان ټپیان شوي وو چې د ګن شمیر ټپیانو روغتیايي حالت ښه ندی.


پيوندونه: #برید , #نایجیر

اړوند خبرونه