ټرمپ د دفاعي بودیجې د قانون مسوده ویتو کړه
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونلد ټرمپ د هیواد دفاعي بودیجې اړوند قانون مسوده ویتو کړه.
د ویلو ده چې ټرمپ وار د مخه ویلي وو چې دفاعي بودیجې اړوند د قانون مسوده به ویتو کړي.
د امریکا ولسمشر دونلد ټرمپ سنا مجلس ته د یاداشت په لیږولو سره ویلي دي چې د استازو او مشرانو د جرګو لخوا تصویب شوې د دفاعي بودیجې اړوند د قانون مسوده ویتو کړه.
ټرمپ په یاداشت کې لیکلي دي چې " له بده مرغه چې د دفاعي بودیجې د قانون پدې مسوده کې د ملي امنیت مهمو مسئلو ته ځای ندی ورکړ شوی او زما د ملي امنیت او بهرني سیاست د کړنو سره په ټکر کې ده. دا د قانون مسوده چین او روسیې ته تحفه ده. "
د ویلو ده چې د ولسمشر ټرمپ لخوا ویتو شوې د قانون دا مسوده چې د استازو او مشرانو په مجلسینو کې د رایو په اکثریت سره تصویب شوې وه له سره د کانګرس لخوا د رایو په اکثریت سره د تصویبیدو په صورت کې د ولسمشر توشیح ته اړتیا نلري.
د ویلو ده چې د امریکا د دفاعي بودیجې د قانون پدې مسوده کې په ترکیې د بندیزونو لګولو مسئله هم شتون لري.
پدې مسوده کې د ترکیې لخوا د روسیې نه د اس ۴۰۰ دفاعي اوږد واټنه توغندیو د رانیولو له امله پر ترکیې د کاتسا د قانون د تطبیقولو یا ترکیې د بندیزونو لګولو وړاندیز شوی وو.
د امریکا د استازو مجلس او سنا مجلس لخوا ددې قانون مسودې د تصویبیدو نه ۳۰ ورځې وروسته پر ترکیې بندیزونه ولګول.