د ۲۰۲۰ کال پدې وروستیو شپو ورځو کې  د نړۍ نفوس وروستی رقم اعلان شو.

په نړۍ کې نفوس په چټکۍ سره مخ په لوړیدو دی

1549527
د ۲۰۲۰ کال پدې وروستیو شپو ورځو کې  د نړۍ نفوس وروستی رقم اعلان شو.

 

د نړۍ نفوس ۷ میلیارده ۸۳۷ میلیونو تنو ته رسیدلی دی.

په جرمني کې د "نړۍ د نفوس بڼسټ " د شمیرو له مخې په ۲۰۲۰ کال کې د نړۍ نفوس ۸۲ عشاریه ۳ میلیونه تنو په ډیریدو سره ۷ میلیارده ۸۳۷ میلیونو تنو ته لوړ شوی دی.

یاد شوي بڼسټ ویلي دي چې نړۍ ۲۰۲۱ کال ته د ۷ میلیارده ۸۳۷ میلیونو تنو نفوس سره داخلیږي.

د یاد شوي بڼسټ لخوا په خپور شوي راپور کې ویل شوي دي داسې ګمان وکړۍ چې نړۍ یو کلی دی او ۱۰۰ تنه پکې ژوند کوي  چې ددې سلو تنو نه  ۵۹ تنه د اسیا، ۱۷ تنه د امریکا، ۱۰ تنه د اروپا، ۸ تنه د لاتینې امریکا، ۵ تنه د شمالي امریکا او یو تن د اقیانوس میشت انسانان دي.

ددې ترڅنګ ددې سلو تنو نه د ۲۶ تنو عمر د ۱۵ کلونو نه ټیټ دی او د ۹ تنو عمر يي د ۶۴ کلونو نه لوړ دی .

د اټکلونو له مخې تر ۲۰۵۰ کاله ددې سل کسیز کلي نفوس ۱۲۹ تنو ته لوړیږي. پدې راپور کې راغلي دي چې په ځانګړې توګه په اسیا کې د انسانانو نفوس په ډیرې چټکۍ سره مخ په لوړیدو دی.

همداشان یاد شوي بڼسټ خبرداری ورکړی دی چې په ځانګړې توګه د نړۍ په وروسته پاتې او فقیرو هیوادونو کې د تعلیم او زیږون د کنټرول د جدي ستونزو سره مخامخ دی چې د کرونا ویروس له امله دا امکانات لا پسې کم شوي دي.


پيوندونه: #نفوس , #نړۍ

اړوند خبرونه