اروپايي ټولنې پر روسیې د اقتصادي بندیزونو موده د ۶ نورو میاشتو لپاره وغځوله
اروپايي ټولنې پر روسیې په اوکراین کې د بې استقرارۍ د رامنځته کولو له امله د لګولو اقتصادي بندیزونو موده د ۶ نورو میاشتو لپاره وغځوله.
د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د اروپايي ټولنې د مشرانو د سرمشریزې پر مهال د اروپايي ټولنې د شورا ویاند د ټولنیزې مډيا له لارې په خپور کړي پيغام کې پر روسیې د لګول شوو اقتصادي تحریمونو د مودې د غځولو د پریکړې نه خبر ورکړ.
هغه د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې اروپايي ټولنې پر روسیې په اوکراین کې د بې استقرارۍ د رامنځته کولو له امله د لګولو اقتصادي بندیزونو موده د ۶ نورو میاشتو لپاره د غځولو پریکړه وکړه.
د ویلو ده چې روسیې د ۲۰۱۴ کال د مارچ د میاشتې په ۱۸ مه نيټه د اوکراین اړوند د کریمیا خودمختار جمهوریت او سیواس توپول ښار په غیرې قانوني توګه د خپلې خاورې سره ګډ کړ.
روسیې لخوا د کریمیا الحاقول او د اوکراین په ختیځ کې په رامنځته شوو نارامیو کې د لاس لرولو له امله اروپايي ټولنې، امریکا متحده ایالتونو او بعضې نورو هیوادونو پر روسیې اقتصادي بندیزونه ولګول.
اروپايي ټولنې په ۲۰۱۴ کال کې پر روسیې د لګولو اقتصادي بندیزونو نه وروسته څو ځله دا بندیزونه وغځول. د ټولنې لخوا پر روسیې لګول شوو وروستي بندیزونو موده د ۲۰۲۱ کال د جنوري په ۳۱ مه نیټه پوره کیږي چې اروپايي ټولنې د شپږو نورو میاشتو لپاره دا موده وغځوله.