د جو بایدن د زوی په اړه د مالیې له امله څیړنې پيل شوي دي
د امریکا متحده ایالتونو د نوي ټاکل شوي ولسمشر جو بایدن زوی هنټر بایدن په اړه د مالیې له امله څیړنې پیل شوي دي.
هنټر بایدن د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د مالیې له امله يي په اړه څیړنې پیل شوي دي.
هغه ویلي دي چې دا څیړنې د دلاور په ایالت کې د فدرال څارنوالانو لخوا ترسره کیږي.
هغه ویلي دي چې پرون د ولاور په ایالت کې د عدلیې د وزارت د څانګې لخوا زمونږ د مدافع وکیل ته د روانو تحقیقاتو په اړه خبر او معلومات ورکړل شوي دي. زه پرون ددې څیړونو نه خبردار شوم.
هنټر بایدن ویلي دي پوره باور لري چې بې طرفه څیړنې به د مالیې په اړه پرته د کومې ستونزې دا مسئله حل کړي.
د بله پلوه جو بایدن ته د واک د انتقال دفتر ویلي دي چې بایدن په خپل زوی افتخار کوي.
هنټر بایدن د ولسمشرۍ د ټاکنیز کمپاین پر مهال هم وخت نا وخته د جمهوریت پلوو لخوا د هدف لاندې راغلی دی.
د ویلو ده چې پر جو بایدن تور لګول شوی وو چې د ولسمشرۍ د مرستیالۍ پر مهال پر اوکراین کې خپل زوی د انرژۍ د شرکت په چارو کې مداخله کړې او د شرکت په اړه د تحقیقاتو ترسره کوونکي لوی څارنوال له دندې نه د ګوښه کولو په خاطر د اوکراین پر حکومت فشار راوستی وو.
اړوند خبرونه
د امریکا ولسمشر بایدن د کډوالو په اړه خپل نوی پروګرام اعلان کړ. ۵۰۰ زرو تنو ته د امریکا تابعیت ورکوي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ۲۴ کلونو وروسته په رسمي سفر شمالي کوریا ته ولاړ.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په هوايي ډګر کې د پوتین هرکلی وکړ.