د فرانسې پخواني ولسمشر نیکولا سارکوزي ته د اداري فساد له امله ۴ کاله د بند غوښتنه شوه.
د فرانسې د پخواني ولسمشر لپاره ۴ کاله بند غوښتنه شوې ده
د فرانسې څارنوالۍ پخواني ولسمشر سارکوزي ته چې اداري فساد او د خپلو تحقیقاتو په اړه يي د معلوماتو د ترلاسه کولو په خاطر پخواني يو قاضي ته د رشوت ورکولو اړوند ټولې ادعاګانې رد کړي دي د ۲ کلونو تعلیقي بند په ګډون د ۴ کلونو بند غوښتنه کړې ده .
همداشان څارنوالۍ د سارکوزي ترڅنګ د هغه د مدافع وکیل او پخواني قاضي ته چې په رشوت اخیستو تورن دی هم د ورته جزا غوښتنه کړې ده .
ددې ترڅنګ د سارکوزي مدافع وکیل ته د بند جزا د غوښتنې سربیره پنځه کاله د مسلک نه د منع کولو غوښتنه هم شوې ده .
د یادولو وړ ده چې د فرانسې پخوانی ولسمشر نیکولا سلرکوزي د ۲۰۰۷ کال د ولسمشرۍ د ټاکنیز کمپاین په خاطر د لیبیا د پخواني ولسمشر قذافي نه په غیرې قانوني توګه مالي ملاتړ ترلاسه کړی وو او پدې پيسو يي ټاکنیز کمپاین ترلاسه کړی وو. همداشان په سرکوزي د لګیدولو تورونو او پرانیستل شوو تحقیقاتو په اړه په غیرې قانوني توګه د معلوماتو د ترلاسه کولو په خاطر قاضي ته رشوت ورکړی وو او قاضي د سرکوزي سره د ارتباطاتو په خاطر یوه ځانګړې ټیلیفوني شمیره فعاله کړې وه.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.