یونان لومړی وزیر: د یونان او ترکیې اختلافات مو د ترکیې او اروپايي ټولنې په اختلافاتو بدل کړي

د یونان لومړي وزیر کیریاکوس میچوتاکیس وویل چې د ترکیې سره اختلافات د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځه په اختلافات بدل کړي دي.

1541286
یونان لومړی وزیر: د یونان او ترکیې اختلافات مو د ترکیې او اروپايي ټولنې په اختلافاتو بدل کړي

 

هغه د یو تلویزیون سره په مرکه کې د دسمبر په لسمه نیټه جوړیدونکې د ختیځې مدیترانې په اړه د اروپايي ټولنې د مشرانو سرمشریزې په اړه پوښتنې ځواب کړې.

هغه وویل " د یونان او ترکیې ترمنځه اختلافات مو  د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځه په اختلافاتو اړولي دي. "

هغه زیاته کړه چې د اکتوبر په میاشت کې د اروپايي ټولنې په سرمشریزه کې ترکیې ته یو چانس ورکړ شو خو ترکیې ددې چانس نه استفاده ونکړه.

هغه  د ترکیې او یونان ترمنځه اختلافات د یونان په ګټه ندي په مسئلې اعتراف وکړ. هغه وویل چې ترکیه باید د اروپايی ټولنې سره په خپلو اړیکو له سره ارزونې وکړي.

د یادولو وړ ده چې ترکیه په ختیځه مدیترانه کې د خپلو سمندري پولو په منځ کې او  د شمالي قبرس ترک جمهوریت لخوا د ترکیې د تیلو دولتي شرکت ته د ورکړي لیسانس په سیمو کې د نړۍوالو حقوقو او حقونو په چوکاټ کې د انرژۍ پلټنو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

همداشان ترکیې د لیبیا سره د لاسلیک کړي د منحصر اقتصادي سیمې د تړون چې د ملګروملتونو سازمان لخوا هم تایید شوی دی په سیمو کې د طبعي شتمنیو په مساوي توګه د ویشل کیدو او د عدالت غوښتنه کوي.

یونان ترکیه د خپلو سمندري پولو په منځ کې د مشروع فعالیتونو له امله په تحریک امیزه اقداماتو تورنوي او د سویلي قبرس سره په ګډه خپلې دا غیرې مشروع غوښتنې غواړي د اروپايي ټولنې له لارې تحمیل کړي.



اړوند خبرونه