ټرمپ : د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې پراخه درغلۍ شوي دي
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونلد ټرمپ وویل چې په امریکا کې د نوامبر په دریمه ترسره شوي د ولسمشرۍ په ټاکنو کې په ډیره پراخه کچه درغلۍ شوي دي.
1541583
هغه وویل چې دا وضعیت د امریکا لپاره شرم او خجالت خبره ده. د دریمې نړۍ د هیواد په څیر په یو حالت کې قرار لرو.
ټرمپ دا څرګندونې په سپینه ماڼۍ کې امریکايي غیږ نیوونکي دان ګبل ته د ازادۍ د مډال د ورکولو په مراسمو کې وکړې.
ټرمپ دلته خبریالانو ته وویل چې د نوامبر دریمې ټاکنې دې ګټلي دي او پدې خبره هر څوک ډیر ښه پوهیږي.
هغه وویل چې وروستۍ پریکړه به د انتخاب کمیټه وکړي.
پدې ټاکنو کې په ډیره پراخه کچه درغلۍ شوي دي. که چیرې په یو زیات شمیر ایالتونو کې د ټاکنو بهیر ته جدي دقت وکړۍ د ورا ښکاره ده چې په ټاکنو کې پراخه درغلۍ شوي دي. دا وضعیت د امریکا لپاره د شرم او خجالت خبره ده.
د بله پلوه د امریکا د کانګرس بعضو جمهوریت پلوو غړیو په ټاکنو کې د ترسره شوو درغلیو له امله د ټاکنو پایلې د ټرمپ په ګټه د اړولو په خاطر په کمپاینونو پیل کړی دی.