انګلستان په خپل تاریخ کې تر ټولو ستر د واکسیناسیون بحیر نن پيل کړ.

په انګلستان کې د کرونا ویروس په واکسین پيل وشو

1541533
انګلستان په خپل تاریخ کې تر ټولو ستر د واکسیناسیون بحیر نن پيل کړ.

 

انګلستان د فیزر او بیو ان تک شرکتونو لخوا په ګډه توګه جوړ شوي د نوي ډول کرونا ویروس کووید ۱۹ واکسین  ته په خپل هیواد کې د تطبیق د اجازې ورکولو نه وروسته نن په هیواد کې ددې واکسین په تطبیقولو پيل وکړ. انګلستان نن لومړی ۹۰ کلنې مارګریت  کیینان ته واکسین کړه.

کیینان ته د انګلستان په مرکزي برخو کې د کونټري په سیمه کې په یو سیمه ایزو روغتون کې واکسین وشو.

انګلستان به په لومړي پړاو کې د هیواد په کچه ۴۰۰ زره تنه واکسین کړي.

د واکسین پروګرام د هیواد په سترو مرکزونو او روغتونونو کې پیل شو.

ویل کیږي په هیواد کې به د یو زیات شمیر جمنازیمونو او سپورت سالونونو نه د واکسین د مرکزونو په توګه کار واخیستل شي. وروسته به سیمه ایز کلینیکونه او درملتونو کې هم  په واکسین کولو پیل وشي.

په لومړي پړاو کې د انګلستان ۵۰ روغتونونو ته انتقال شوي واکسین منفي ۷۰ درجې په تودوخي کې ساتل کیږی.

دا واکسین د بلجیم نه انګلستان ته انتقال شوي دي. واکسین د لومړي دوز نه  ۲۱ ورځې وروسته يي دویم دوز تطبیقیږي.

انګلستان ویلي دي چې په لومړي پړاو کې به د ۸۰ کلونو نه لوړ عمر لرونکو، د پالنې په کورونو کې میشتو او د پالنې د کورونو پرسونل او روغتیايي پرسونل ته تطبیق کړي.

ویل کیږي د انګلستان ملکې ۹۴ کلنې ملکې او د هغه ۹۹ کلن میړه ته به هم په راتلوونکو ورځو کې واکسین وشي.

د ویلو ده چې په انګلستان کې د کرونا ویروس له امله د ځاني تلفاتو شمیره ۶۱۴۳۴ تنو ته  او د م مثبتو پيښو شمیره یو میلیون ۷۳۷ زره او ۹۶۰ ته لوړه شوې ده .

د انګلستان خلک ډیری حکومت د کرونا ویروس پر خلاف په مبارزه کې ناکامه بولي او نیوکې پرې کوي. په ترسره شوو نظرسنجیو کې ۵۷ سلنه خلک حکومت د کرونا ویروس په مبارزه کې ناکامله بللی دی.

د بله پلوه پدې هیواد کې د کرونا ویروس پر خلاف د مبارزې په چوکاټ کې د لګول شوو محدودیتونو پر خلاف هم مظاهرې دوام لري.



اړوند خبرونه