په هندوستان کې پر امنیتي ځواکونو غبرګې چاودنې شوي دي.
په هندوستان کې پر کوماندو ځواکونو چاودنې شوي
1536126
د هندوستان د چتیسګر ایالت د سوکما په ولسوالۍ کې پر امنیتي ځواکونو چاودنې شوي دي.
د چتیسګر ایالت پولیسو ویلي دي چې پرون خالي د نوامبر ۲۸ مه د شپې د لسو بجو په شاوخوا کې په سوکما ولسوالۍ کې په کوماندو ځواکونو چاودنې شوي دي.
د پولیسو په وینا چاودنې هله رامنځته شوې چې کوماندو ځواکونه د عملیاتو نه راستنیدو پر حال کې وو.
پولیسو ویلي دي چې دوه چاودنې وشوې چې په نتیجه کې یو تن افسر ژوند د لاسه ورکړی او لسو تن سرتیري ټپیان شوي دي.
پولیسو ویلي دي چې د ټپي شوو سرتیرو نه د اتو تنو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې کومې ډلې په غاړه ندی اخیستی.