ارمني جنرال د قره باغ په جګړه کې د بالستیک توغنديو په کارولو اعتراف وکړ
د ارمنستان یو جنرال د قره باغ په جګړه کې د ارمنستان د پوځ لخوا د اسکندر په نامه د روسي توغندیو نه چې د اټومي سرګلولې د انتقال ظرفیت هم لري په کارولو اعتراف وکړ.
د ارمنستان د دفاع د وزارت نه استعفا کوونکي جنرال موصس خاکوپیان د ارمنستان د پوځ لخوا د قره باغ په جګړه کې د کارولو وسلو په اړه څرګندونې وکړې.
هغه د ارمنستان د پوځ لخوا پر ملکي سیمو د اسکندر توغندیو د بریدونو په اړه ارزونې وکړې .
هغه د ارمنستان د پوځ لخوا د قره باغ په جګړه کې د اسکندر توغندیو په کارولو اعتراف وکړ .
هغه د روسیې نه د سو ۳۰ ام جنګي الوتکو د اخیستو په اړه سختې نیوکې وکړې.
هغه وویل ارمنستان د روسیې نه دا الوتکې واخیستې خو له بده مرغه چې لازم توغندي يي ترلاسه نکړل چې د همدې امله يي ددې الوتکو نه ګټه پورته نکړه. روسیې په ارمنستان باندې ددې الوتکو د توغندیو په پلورولو بندیز ولګو.
هغه ویلي دي چې روسیې په ارمنستان یو ډیر بې کاره دفاعي سیتسم هم پلورلې چې هیڅډول ګټوره استفاده ترینه نده شوې.
د بله پلوه د ارمنستان لوی څارنوالۍ د جنرال خاکوپیان د وروستیو څرګندونو په اړه د تحقیقات د پیلولو نه خبر ورکړی دی.
د اذربایجان لوی څارنوالۍ بیا ویلي دي چې د ارمنستان د پوځ په توغندیزو بریدونو کې ۹۱ نته ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی او ۴۰۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
د ویلو ده چې لنډه موده مخکې د اذربایجان ولسمشر الهام علي یف ویلي وو چې د ارمنستان پر خلاف به نړۍوالو محکمو کې اقامه د دعوا وکړي. هغه ویلي وو چې د ارمنستان لخوا اذربایجان ته اړولو خاني او مالي زیانونو د بدل غوښتنه وکړي.