ټرمپ د خپلې دندې په وروستیو شپو ورځو کې په ایران د برید کولو نیت درلود

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونلد ټرمپ د خپلې دندې پدې وروستیو اونیو کې د ایران په اټومي تاسیساتو د برید پلان کړی دی ادعاء شوې ده.

1529271
ټرمپ د خپلې دندې په وروستیو شپو ورځو کې په ایران د برید کولو نیت درلود

 

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د خبر له مخې د امریکا ولسمشر ټرمپ د تیرې پنجشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د خپل کار په دفتر کې د ۴ تنو چارواکیو سره د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید کولو په  مسئلې غور کړی دی.

همداشان په خبر کې راغلي دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، د ولسمشر مرستیال مایک پنس، د دفاع وزارت سرپرست کرستوفر میلر او لوی درستیز مارک میلي ولسمشر ټرمپ پر ایران د برید کولو د پلان نه د لاس په سر کولو په خاطر قناعت ورکړی دی. نوموړو ټرمپ ته پر ایران د احتمالي برید نه وروسته د رامنځته کیدولو خطراتو، احتمالي جګړې او د سیمې په کچه د جدي ستونزو د رامنځته کیدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د بله پلوه سپینې ماڼۍ بیا د نوموړې  ادعاء په اړه پوښتنو ته ځواب ندی ورکړی.

د ویلو ده چې د نوامبر په ۱۱ مه نیټه د اټومي انرژۍ نړۍوال سازمان د ایران د اټومي پروګرام په اړه راپور خپور کړ.

په راپور کې راغلي دي چې د ایران  په ډیپلوګانو کې په ټیټه کچه د بډایه شوو یورانیمو مقدار د ایران سره په لاسلیک شوي تړون  کې د ټاکل شوي مقدار نه ډیر زیات شوي دي خو دا هیواد د یورانیمو بډاینې چارو ته دوام ورکوي.



اړوند خبرونه