د انګلستان لومړی وزیر د کرونا ویروس له امله د دویم ځل لپاره قرنطین شو
د انګلستان لومړي وزیر بوریس جانسن د کرونا ویروس د یو ناروغ سره د تماس له امله ځان قرنطین کړ.
د ویلو ده چې جانسون دا دویم ځل دی چې قرنطین کیږي.
د انګلستان لومړي وزیر جانسن د دفتر لخوا د خپور شوي بیان له مخې لومړي وزیر د یو تن سره چې کرونا ویروس ټسټ يي مثبت وو د تماس له امله ځان قرنطین کړی دی.
په بیان کې راغلي دي چې د جانسن روغتیايي حالت په کامله توګه ښه دی او د کرونا ویروس علایم پکې لیدل شوي ندي.
خو ددې سره سره لومړي وزیر جانسن ځان قرنطین کړی دی او خپلو چارو ته به د لومړي وزیر د دفتر نه دوام ورکړي.
د انګلستان د قوانیو او تدابیرو له مخې هغه کسان هم چې پخوا يي د کرونا ویروس تیر کړی وي هم د کرونا ویروس د ناروغ سره د تماس په حال کې معاف نه نیول کیږي.
همداشان د کرونا د ناروغ سره تماس فزیکي تماس لرونکي که چیرې ټسټ منفي هم وي دوه اونۍ باید په قرنطین کې تیر کړي.
د ویلو ده چې د انګلستان لومړی وزیر جانسند ۲۰۲۰ میلادي کال د مارچ په ۲۷ مه نيټه په کرونا ویروس اخته شوی وو چې د اپریل په ۵ نیټه د روغتیايي حالت د خرابیدو نه وروسته په روغتون کې بستر شو. هغه د اپریل په ۱۲ مه نیټه د روغتون نه خارج شو او دوه اونۍ وروسته يي په خپلې دنده پیل وکړ.