چین په نړۍ کې د لومړي ځل لپاره د ۶ جي سپوږمه کۍ د ازمایښت په خاطر فضا ته وتوغوله.
چین په نړۍ کې د لومړي ځل لپاره ۶ جي سیستم امتحانوي
1524363
چین د ۶ جي سپوږمه کۍ د شانشي د سیمې نه د تایو ان د سپوږمه کیو د توغولو د فضايي مرکز نه د اوږد واټنه ۶ فضايي راکټ په وسیله فضا ته وتوغوله.
په خبر کې راغلي دي چې چین د ۶ جي د سپوږمه کۍ نه سربیره ۱۲ نورې سپوږمه کۍ هم فضا ته توغولي دي.
چین به د شپږم نسل تکنالوژۍ د اساسي عناصرو نه د شپږ جي سپوږمه کۍ په مدار کې امتحان کړي.
د اسیا ټایمز د خبر له مخې شپږ جي سیستم به ډیرو لرو مصافو کې پرته د ضایعاتو مخابراتي اړیکې جوړې کړي او د ۵ جي سیستم په پرتله د سرعت له پلوه به لږ تر لږه ۱۰۰ برابره چټک وي.
د بله پلوه د ۶ جي دا سپوږمه کۍ په عینې وخت کې د کرنیزو محصولاتو د اپتونو د څار، د ځنګلونو د اورلګیدونو د مخنیوي او د ځنګلونو او اوبو د سرچینو د کنټرولولو په خاطر اپتیک د لرې نه د کنټرول په سیستم هم سمبال دی.