په امریکا کې د ولسمشرۍ ټاکنو نه وروسته ناڅرګندي دوام لري

په امریکا متحده ایالتونو کې د نوامبر په دریمه نیټه ترسره شوو ولسمشرۍ ټاکنو نه وروسته  د رای شمیرنې بهیر او ناڅرګندي دوام لري.

1523513
په امریکا کې د ولسمشرۍ ټاکنو نه وروسته ناڅرګندي دوام لري

 

د بله پلوه په نوموړي هیواد کې مظاهرې دوام لري. د امریکا د پنسلوانیا ایالت اړوند فیلادلفیا په ښار کې د جو بایدن او ولسمشر ټرمپ پلویانو  د یو بل پر پر خلاف مظاهره وکړه.

د ښار پولیسو د دواړو خواوو د پلویانو ترمنځه د احتمالي نښتې او ګډوډیو د مخنیوي په خاطر په یو زیات شمیر برخو کې موانع جوړې  کړي دي.

د ویلو ده چې د ټاکنو په لومړۍ ورځ د رای شمیرنې نه وروسته ولسمشر ټرمپ په پنسلوانیا ایالت کې چې د مهمو ایالتونو نه یو دی د جو بایدن نه ډیر زیات مخکې وو خو کله چې د پوستې له لارې کارکول شوې رایو په رارسیدو او شمیرولو يي پيل وشو بایدن د ټرمپ نه مخکې شو .

د ویلو ده چې د امریکا د پنسلوانیا ، شمالي کارولینا، اریزونا، نوادا او الاسکا په ایالتونو کې چې جمعآ ۷۱ الکترال کالج رایې لري د ټاکنو پایلې تر اوسه پورې اعلان شوي ندي. پداسې حال کې چې په شمالي کارولینا او الاسکا کې ټرمپ مخکې ښکاري خو په پنسلوانیا، نوادا او اریزونا کې بیا جو بایدن ټرمپ وروسته پریښی او مخکې شوی دی.

تر اوسه پورې په هغه سیمو کې چې د ټاکنو ابتدایي پایلې اعلان شوي دي ډیموکراټ ګوند نوماند جو بایدن د ۵۰ عشاریه ۵ رایو په ترلاسه کولو سره ۲۶۴ الکټرال کالج رایې او د جمهوریت پلوو ګوند نوماند موجود ولسمشر ډونلد ټرمپ بیا د نږدې ۴۸ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره ۲۱۴ الکټرال کالج رایې ترلاسه کړي دي. د امریکا د ولسمشرۍ د ټاکنو د بري په خاطر ټاکلی نصاب ۲۷۰ الکترال کالج رایې دي چې بایدن ورته یواځې یو ګام لرې دی.

پداسې حال کې چې په نوموړو ایاالتونو کې د ټاکنو پایلې اعلان شوي ندي او رای شمیرنې بهیر اوس هم دوام لري تیره شپه لومړی د ډیموکراټ ګوند نوماند جو بایدن د کمرو مخې ته راڅرګند شو او وینا يي وکړه.

بایدن دلته په خپله وینا کې وویل چې د امریکا په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره  د ۷۴ میلیونو رایو په ترلاسه کولو سره د ټولو نوماندانو نه تر ټولو زیاتې رایې ترلاسه کړي دي. هغه وویل چې د ۲۴ کلونو نه وروسته لومړنی ډیموکراټ نوماند دی چې په اریزونا ولایت کې بری ترلاسه کوي او د ۲۸ کلونو نه وروسته په جورجیا ایالت کې.

هغه وویل چې شمیرل شوو رایو نتایجو ته په کتو سره زمونږ د بري ښکارندويي کوي. د ۳۰۰ الکټرال کالج رایو د ترلاسه کولو پر لورې پرمختګ ته دوام ورکوو.

بایدن وویل چې د امریکا خلکو د کرونا ویروس د اوبا ناروغۍ، اقتصادي ستونزو، چاپیریال بدلون او سیستماتیک تبعیض پر خلاف د مبارزې په خاطر صلاحیت  ورکړی دی. هغه په خپلو پلویانو د صبر او سکونت نه د کار اخیستو غږ کړی دی.

هغه وویل چې ډیموکراسي پلي کیږي. زمونږ ټولې رایې به وشمیرل شي. سره ددې چې د رای شمیرنې د درولو هڅې روانې دي خو مونږ به چاته اجازه ورنکړو.

د بایدن د څرګندونو نه لږ وروسته ډونلد ټرمپ د خپل ټویټر پاڼې له لارې څرګندونې وکړې.

ټرمپ وویل چې بایدن باید بې ځایه ځان د ولسمشر په توګه اعلان نکړي. زه هم کولای شم چې عینې ادعاء وکړم. حقوقي معاملې لا نوي پیلیږي.

ټرمپ وویل چې د ټاکنو د ترسره کیدو نه وروسته په لومړۍ شپه ډیر زیات مخکې وو خو یوه ورځ وروسته په معجزوي ناڅاپي توګه يي رایې ورکې شوې . هغه وویل چې پدې ایالتونو کې به حقوقي مبارزه پيل کړو.

د بله پلوه ټرمپ وویل چې پرون شپې پورې په پنسلوانیا ایالت کې د بایدن نه ډیر مخکې وو خو کله چې د پوستې رایې راورسیدې بایدن مخکې شو. پدې ایالت کې هم مونږ مسئله قضايي ارګانونو ته انتقال کړې ده . هغه وویل چې په پنسلوانیا ایالت کې د رای شمیرنې د بهیر د درولو په خاطر يي سترې محکمې ته مراجعه کړې ده .

د ویلو ده چې د پنسلوانیا ایالت ۹۶ سلنه رایې شمیرل شوي دي چې له مخې بایدن د ټرمپ نه ۱۳ زره رایې مخکې شوی دی.

د ویلو ده چې دا لومړی ځل دی چې په امریکا کې د ټاکنو نه وروسته دا ډول ناڅرګندي او ستونزې رامنځته کیږي.



اړوند خبرونه