د امریکا په متحده ایالتونو کې په وسله وال برید کې ګن شمیر کسان وژل شوي دي.

د امریکا د ناوادا په ایالت کې وسله وال برید شوی دی

1522201
د امریکا په متحده ایالتونو کې په وسله وال برید کې ګن شمیر کسان وژل شوي دي.

 

د امریکا د ناوادا ایالت اړوند د هنډرسن په ښار کې په وسله وال برید کې لږ تر لږه ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د هنډرسن ښار پولیسو ویلي دي چې په یو اپارتمان کې  د وسلو د ډزو د غږونو نه د اوریدو نه وروسته پولیسو ته خبر ورکړ شو.

کله چې پولیس د پيښې ځای ته ورسیدل د موټرو په تم ځای کې د یو تن شکمن په ګډون ۳ تنه ټپیان وموندل.

همداشان پولیسو د شکمن کس نه په تحقیقاتو کې وموندل چې پدې پیښه کې ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

پولیسو د پيښې د قربانیانو د هویت په اړه څه ندي ویلي. پولیسو  د پیښې په اړه تحقیقات پیل کړي دي.



اړوند خبرونه