پوتین : ولسمشر اردوغان ډیر قاظع او ډاډمند شخص دی
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل چې د ترکیې او روسیې ترمنځه ټولې پروژې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د قوي او عظیمې ارادې او قاطعیت له برکته روانې دي.
هغه وویل چې ولسمشر اردوغان د ټولو فشارونو سره سره مستقل او خپلواکه سیاستونو عملي کولو ته دوام ورکوي.
پوتین د ویدیو کنفرانس له لارې د نړۍوالو بحثونو د کلوپ والډې په غونډه کې د ګډون وکړ. هغه دلته پوښتنې ځواب کړې.
پوتین دلته ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا روسیه په ختیځه مدیترانه کې د ترکیې او فرانسې ترمنځه د روانې ستونزې د حل په خاطر منځګړتوب امکان شتون لري او که نه؟ وویل، روسیه هم د ترکیې او هم د فرانسې سره ډیرې نږدې ااړیکي لري.
هغه وویل « سره ددې چې د فرانسې سره ډیرې فوق العاده که نوي خو لږ تر لږه ښې او دوامداره اړیکي لرو. د ترکیې سره هم د همکاریو کچه د هرې ورځې په تیریدو مخ په لوړیدو ده. ترکیه زمونږ ګاوندی هیواد دی او زمونږ اړیکې د دواړو هیوادونو د ترکیې او روسیې له پلوه ځانګړی اهمیت لري. زما په اند د ترکیې او فرانسې په څیر هیوادونه خپلې ستونزې پخپله حلولی شي. که څه هم د اردوغان دریځ ډیر سخت ښکاري خو په اصل کې ډیر نرم شخص دی. کولای شۍ چې د هغه سره په ګډه ژبه خبرې وکړۍ. د همدې امله پوره باور لرم چې د دوې ترمنځه ستونزې د حل وړ دي .
پوتین د ترکیې او روسیې ترمنځه د اړیکو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې « قوي اړیکي لرو او په ځانګړې توګه په اقتصادي برخو کې. د ترکیې او روسیې تجاري حجم څه باندې ۲۰ میلیارده ډالر دی. ولسمشر اردوغان د ټولو فشارونو سره سره مستقل او خپلواکه سیاستونه پر ومخ وړي. د هغه سره مو په ډیر لنډه موده کې د ترک جریان د انرژۍ د لیږد پروژه سرته ورسوله. د اروپا سره مونږ پدې چټکۍ سره داسې پروژې سرته رسولی نشو.»
خو د ترکیې سره مو په ډیره لنډه موده کې دا پروژه عملي کړه. د ټولو غبرګونونو سره سره د خپلو ملي ارزښتونو په نظر کې نیولو سره مو ډیر په چټکه اقدام او عمل وکړ. ولسمشر اردوغان وویل چې دا پروژه عملي کوو او مونږ هم عملي کړه. ترکیې د روسیې سره د پوځي تخنیکي همکاریو په برخه کې د روسیې نه اس ۴۰۰ دفاعي سیستم د اخیستو پریکړه وکړه او دا سیستم يي واخیست. د داسې یو شریک سره کار کول ډیر خوندور او ډاډ مند دی.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.