په پاریس کې پر دوو مسلمانو میرمنو د چړې برید وشو

د فرانسې په پلازمینه پاریس کې پر  دوو مسلمانو میرمنو  د چړې برید  شوی دی.

1513592
په پاریس کې پر دوو مسلمانو میرمنو د چړې برید وشو

 

عیني شاهدانو ویلي دي چې دوو میرمنو لومړی دوو مسلمانو میرمنو ته  چټلو عربانو خپل هیواد ته ستانه شۍ په څیر حقارت وکړ او وروسته يي پرې د چړې برید وکړ.

د فرانسې پولیسو د نوموړي برید په تړاو د دوو تنو د نیولو نه خبر ورکړی دی.

نیول شوې دوه برید کوونکې میرمنې د څارنوالۍ لخوا د جنایت په تشبث تورنې شوي دي. څارنوالۍ د برید کوونکو هویت پټ کړی او یواځې ترینه د سپین پوستو اوروپايي میرمنو په توګه یادونه شوې ده .

ویل کیږي په نوموړو دوو مسلمانو میرمنو ۶ د چړې بریدونه شوي چې د یوې ځیګر زیان لیدلی او بلې لاس زیان لیدلی دی. دواړه عملیات شوي دي.

عیني شاهدانو پولیسو ته ویلي دي چې برید کوونکو میرمنو لومړی مسلمانو میرمنو ته چټلو عربانو خپل هیواد ته ستانه شۍ او تاسې دلته نه غواړو په څیر سپکې سپورې خبرې وکړې وکړې او وروسته يي پرې برید وکړ.

د ویلو ده چې دا برید پداسې حال کې کیږي چې لنډه موده پاریس ته نږدې یو تن ځوان د یو تن ښوونکي نه د پيغمبر ص د کاریکاتورونو د ښودولو له امله سر غوڅ کړ.

ددینه وروسته په فرانسه کې پراخه مظاهرې وشوې.


پيوندونه: #پاریس , #فرانسه

اړوند خبرونه