په امریکا کې زلزله شوې
امریکا متحده ایالتونو کې زوروره زلزله رامنځته شوې ده.
1512119
د امریکا متحده ایالتونو د الاسکا ایالت په سویل کې د ریښتر په کچه د ۷ عشاریه درې په شدت سره زلزله رامنځته شوې ده.
ویل کیږي زلزله د شپې په ۱۱ بجو او ۵۴ دقیقو رامنځته شوې ده . د زلزلې د رامنځته کیدو نه وروسته د توسونامي په اړه خبرداری ورکړ شو.
زلزله د مځکې لاندې په ۴۰ کیلومترۍ ژورتیا کې رامنځته شوې ده .
په زلزله کې د ځاني تلفاتو په اړه تر اوسه پورې څه ندي ویل شوي .