د اذربایجان لخوا ارمنستان ته ډیر ستر ګوزارونه
د اذربایجان د دفاع وزارت ویلي دي چې د ارمنستان اړوند یوه سو ۲۵ ډوله جنګي الوتکه يې له منځه یوړه.
د اربایجان د دفاع وزارت د بیان په خپرولو سره ویل دي چې نن یکشنبه د اکتوبر ۱۸ مه نيټه د غرمې د ۱۲ بجو او ۳۰ دقیقو په شاوخوا کې د ارمنستان جنګي الوتکې چې د جبرایل د ښار د لورې نه راروانه وه او د اذربایجان د ځواکونو پر موضعګانو يي د برید هوډ درلود د اذربایجان د دافع هوا ځواکونو لخوا وویشتل شوه او راوغورځول شوه.
د ویلو ده چې اذربایجان دافع هوا ځواکونو پرون هم د ارمنستان یوه جنګي الوتکه ویشتې وې.
د اذربایجان د دفاع وزارت ویلي دي چې ارمني ځواکونو د اذربایجان د ځواکونو د محاصره کولو ادعاء کړې چې په هیڅډول حقیقت نلري. حقیقت بل څه دی.
د اذربایجان ځواکونو په ټولو د جګړې په جبهو کې پرمختګ پیل کړی دی او د فضولي ښار يي په کامله توګه د ارمني ځواکونو نه ونیو او ارمني ځواکونو خپلې وسلې او مهماتو په پریښودو سره تښتیدلي دی.
همداشان په بیان کې راغلي دي چې ارمني ځواکونو ددې سترې ماتې نه وروسته د جبرایل د ښار په شاوخوا کې په یو زیات شمیر سیمو د توپخانې او توغندیو بریدونه کړي چې ټول بریدونه يي په شا تنبول شوي دي.
اذربایجان د دفاع وزارت ویلي دي چې تیره ورځ یو ځل بیا د اوربند د اعلانیدو او اوربند د پيلیدو پورې د اذربایجان ځواکونو د عملیاتو ځواکونو پر خلاف د روانو عملیاتو په ترڅ کې د ارمنستان اړوند دوه د اس ۳۰۰ اوږد واټنه دفاعي توغندیونو سیستمونه ، پنځه تي ۷۲ ټانکونه، درې د ګراډ توغندي، دوه د راکټونو دستګاوې، ګن شمیر توپونه، یو دافع هوا سیستم او یو زیات شمیرې وسلې او مهمات له منځه وړي دي.
د یادولو وړ ده چې تیره شپه ارمنستان او اذربایجان ترمنځه اوربند شوی وو چې یو ساعته وروسته ارمني ځواکونو د اذربایجان په خاوره راکټی بریدونه وکړ.