د ۲۰۰۰ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنخه په نړۍ کې د طبعي ناورینونو له امله د خاني زیانونو شمیره

د ۲۰۰۰ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځه په نړۍ کې د طبعي ناورینونو او پيښو له امله څه باندې یو میلیون او ۲۳۰ زرو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

1507881
د ۲۰۰۰ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنخه په نړۍ کې د طبعي ناورینونو له امله د خاني زیانونو شمیره

د ۲۰۰۰ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځه په نړۍ کې د طبعي ناورینونو او پيښو له امله څه باندې یو میلیون او ۲۳۰ زرو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

ملګروملتونو سازمان د ( د ناورین د خطراتو د راټیټولو نړۍواله ورځ ) له امله په خپور کړي راپور کې ویلي دي چې د ۲۰۰۰ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځه ۷۳۴۸ ستر طبعی ناورینونه او پیښې رامنځته شوي دي.

د راپور له مخې د اقلیم د بدلون په نتیجه کې د رامنځته شوي هوا ناسم حالاتو او طبعي ناورینونو په نتیجه کې څه باندې یو میلیون او ۲۳۰ زرو تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۴ عشاریه ۲ میلیارده تنه انسانان اغیزمن شوي دي. همداشان نړۍوال اقتصاد ته ۳ تریلیونه ډالره زیان رسولی دی.

په راپور کې راغلي دي چې په تیرو شلو کلونو کې د سترو سیلاونو کچه دوه برابره لوړه شوې، توپانونو، وچکالۍ، په ځنګلونو کې اورلګیدونو، د هوا د ناسمو حالاتو له امله د رامنځته شوو پيښو، زلزلو او توسونامي شمیرو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

په راپور کې راغلي دي چې ددې پیښو نه تر ۳۰۰۰ ډیرې طبعي ناورینونو پيښې په اسیا کې ، ۱۷۵۶ په امریکا کې او ۱۱۹۲ په افریقا کې ثبت شوي دي.

د طبعي ناورینونو نه تر ټولو اغیزمن هیوادونه  چین، امریکا، هندوستان، فیلیپین او اندونیزیا ښودل شوي دي.

په ۲۰۰۴ کال کې د هند په اقیانوس کې د رامنځته شوي توسونامي په نتیجه کې ۲۲۶ زره او ۴۰۰ تنو ژوند د لاسه ورکړ. همداشان په ۲۰۱۰ کال کې په هایټي کې په رامنځته شوې د ریښتر په کچه د ۷ په شدت سره په زلزله کې ۲۲۲ زرو تنو ژوند د لاسه ورکړی وو.



اړوند خبرونه