د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون د نم جنو سترګو سره د خپلو خلکو نه بښنه وغوښته.
کیم جونګ اون د خپلو خلکو نه بښنه وغوښته
د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون د واکمن کارګر ګوند د ۷۵ یمې کلیزې په مناسبت تیره ورځ په جوړو کړو ځانګړو مراسمو کې خپلو هیوادوالو ته د وینا پر مهال د خپلو خلکو نه بښنې غوښتنه وکړه. هغه وویل چې د کورنا ویروس د اوبا ناروغۍ پدې سخته دوره کې خپل هیوادول ته لکه څرنګه چې لازم وو په هغه ډول د رهبرۍ د نه کولو له امله پداسې حال کې بښنه وغوښته چې د سترګو نه يي اوښکې روانې وې.
د کوریا ټایمز د خبر له مخې ، کیم جونګ اون خپل نیکه او پلار ته په اشارې سره وویل
« زمونږ سترو ملګرو د کیم ایل سونګ او کیم جونګ ایل د لارې د تعقیبولو مشرۍ ماته راکړه. ټولو خلکو پر ما دا باور او اعتماد وکړ خو له بده مرغه چې زما ټول صمیمیت او هلو ځلو زمونږ د میړانه ملت ستونزې ختمې نکړې. زمونږ ملت پر ما باور وکړ. د اسمان په څیر لوړ او سمندر په څیر ژور امیدونه يي په ما وتړل. خو له بده مرغه چې ما ددوې دا ارمانونه او امیدونه پوره نکړل. ددې له امله د خپل ملت د هر وګړي نه بښنه غواړم. »
کیم جونګ اون د خپلې وینا لویه برخه د شمالي کوریا د خلکو ستونزو ته جلا کړې وه.
هغه وویل چې زمونږ ملت د ډیرو سترو ستونزو او مشکلاتو او بې سارو فلاکتونو شاهدي کړې.
د ویلو ده چې شمالي کوریا تیره ورځ پدې مراسمو کې خپل ټول طاقت او قوت هم نندارې ته وړاندې کړ.