په امریکا کې د ۵۰ تنو شتمنو شتمني د هیواد د نیمايي نفوس د شتمنیو سره مساوي ده
په امریکا متحده ایالتونو کې د شتمنو ۵۰ تنو شتمني د هیواد د نفوس د نیمايي یعنې د ۱۶۵ میلیونو د شتمنۍ سره مساوي دي.
د بلامبرګ ورځپاڼې د امریکا د مرکزي بانک د شمیرو له مخې په خپور کړي خبر کې ویلي دي چې د روان کال په نیمايي کې په هیواد کې د شتمنیو بې عدالتیو کچه ښه پسې لوړه شوې ده.
په خبر کې راغلي دي چې د امریکا تر ټولو د شتمنو یو سلنه نفوس شتمني ۳۴ عشاریه ۲ تریلیونه ډالره ده چې په امریکا کې د نفوس د نیمايي یعنې د فقیرې برخې شتمني یواځي ۲ عشاریه صفر اته تریلیونه ډالره دي.
په هیواد کې تر ټولو د شتمنو ۵۰ تنو مال او درايي د هیواد د نفوس د نیمایي د ۱۶۵ میلیونو تنو د شتمنیو سره مساوي ده. یعنې په ۲۰۲۰ کال کې د ۵۰ تنو ثروت ۳۳۹ میلیارده ډالره نور هم ډیر شوی دی.
په خبر کې راغلي دي چې نوي ډول کرونا ویروس په هیواد کې د نفوس لویه برخه ښه پسې فقیره کړې او یوه کوچنۍ میلیارده برخه يي ښه پسې شتمنه کړې ده.
د شتمنیو څیړنیز شرکت ویلټ ایکس لخوا د خپور شوي راپور له مخې د شمالي امریکا میلیونرانو د کرونا ویروس په پیل کړې د لاسه ورکړو شتمنیو لویه برخه بیرته ترلاسه کړې ده .