اذربایجان په قره باغ کې د روانو عملیاتو په لړ کې ۲۶۰ ټانکونه او ژغروالې موټر له منځه وړي

د اذربایجان پوځ د ارمنستان تر اشغال لاندې د خپلې خاورې د ژغورولو په موخه د پيل کړو عملیاتو په لړ کې د ارمنستان د پوځ اړوند لس نور ټانکونه هم له منځه یوړل.

1505409
اذربایجان په قره باغ کې د روانو عملیاتو په لړ کې ۲۶۰ ټانکونه او ژغروالې موټر له منځه وړي

 

د اذربایجان د ملي دفاع وزارت  د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې په قره باغ کې د روانو عملیاتو په لړ کې د ارمنستان د وسله وال پوځ اړوند ۱۰ ټانکونه، ۶ اوبوس توپونه او ۳۰ زغروالې او نورمالې موټرې له منځه وړي دي.

د وروستیو شمیرو له مخې د سپټمبر د ۲۷ مې نیټې نه د اکتوبر تر ۸ مې نیټې د روانو عملیاتو په ترڅ کې د ارمنستان د وسله والو ځواکونو ۲۶۰ ټانکونه او زغروالې موټرې، ۲۷۷ توپ او توغندیو دستګاګانې، ۶۰ دافع هوا سیستمونه، ۱۱ د قومندې مرکزونه او د څار نقطې، ۸ د مهماتو زیرمې، ۱۸۰ عسکري لارۍ ، یو اس ۳۰۰ دافع هوا اوږد واټنه توغندیو سیستم د اذربایجان د ځواکونو لخوا له منځه وړل شوي  دي.

د بله پلوه د ارمنستان وسله والو ځواکونو د ارمنستان تر اشغال لاندې بهر د اذربایجان په خاوره کې پر ملکي سیمو بریدونو ته دوام ورکوي.

اذربایجان د دفاع وزارت ویلي دي چې پدې بریدونو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

همداشان اذربایجان وسله والو ځواکونو لخوا ارمنستان دې بریدونو ته سمدلاسه  ډیر سخت ځوابونه ورکړي دي.



اړوند خبرونه