د پاکستان او هندوستان په پوله کې په نښته کې ۳ تن هندي‌ سرتیري وژل شوي‌ دي

هندوستان : د پاکستاني‌ سرتیرو په برید کې ۳ تنه هندي سرتیري‌ وژل شوي‌ دي

1501259
د پاکستان او هندوستان په پوله کې په نښته کې ۳ تن هندي‌ سرتیري وژل شوي‌ دي

په کشمیر کې  د پاکستان او هندوستان  په پوله کې د کنټرول په  کرښه کې درې تنه هندي‌ سرتیري مړه او ۵ تنه نور ټپيان شوي‌ دي. دا خبره د هندوستان د پوځ ویاند کړې ده.

د هندوستان د پوځ ویاند راجش کالیا خبري رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې د کنټرول په کرښه کې د پاکستاني ځواکونو په برید کې ددوې درې تنه سرتیري مړه او پڼځه تنه نور ټپيان شوي‌ دي.

هغه ویلي دي چې پاکستاني‌ ځواکونو لخوا  پر هندي‌ ځواکونو د برید په نتیجه کې دوه تنه هندي سرتیري مړه او ۴ تنه نور ټپیان شول.

همداشان د چارشبنې په شپه هم د پاکستاني‌ ځواکونو لخوا پر هندي‌ ځواکونو لخوا برید شوی وو چې په نتیجه کې دوه تنه سرتیري ټپیان شول وو چې ددې دوو تنو نه هم یو تن په روغتون کې ساه ورکړه چې پډې ډول د مړو شمیره ۳ ته او د ټپیانو شمیره پنځو ته لوړه شوه.

د هند د پوځ ویاند ویلي دي چې ددوې ځواکونو  پر پاکستاني‌‌ ځواکونو ځوابي بریدونه کړي دي.

هغه ویلي دي‌ چې پآکستان ددې برید سره د اوربند نه سرغړونې کړې ده .

پاکستان ددې برید په اړه څه ندي ویلي.  پاکستان هم تیره ورځ‌ هندي‌ ځواکونو د اوربند نه په سر غړونه تورن کړي‌ وو  او ویلي وو چې د هندي‌ ځواکونه پر ملکي وګړو بریدونو ته دوام ورکوي. 



اړوند خبرونه