اذربایجان ارمنستان ته وروستی خبرداری ورکړ

اذربایجان ارمنستان ته د اوښتو ځاني‌ تلفاتو شمیر اعلان کړه

1498351
اذربایجان ارمنستان ته وروستی خبرداری ورکړ

د اذربایجان د دفاع وزارت د پرون سهار راهیسې  د ارمنستان سره په نښتو کې ارمنستان لوري ته د اوښتو زیانونو شمیره اعلان کړه.

اذربایجان دفاع وزارت ویلي دي‌ چې د ارمنستان د تیرې ورځې د بریدونو په  مقابل کې د ځوابي بریدونو  په ترڅ کې د ارمنستان د وسله والو ځواکونو اړوند ۲۲ ټانکونه، ۱۵ دافع هوا  او ۱۸ بې پیلوټه الوتکې له منځه وړي دي. همداشان په نښتو کې څه باندې ۵۵۰ تنه ارمني سرتیري وژل شوي‌ دي.

د اذربایجان د دفاع وزارت د ارمنستان سره د روانو نښتو په اړه تازه بیان خپور کړ.

په بیان کې راغلي دي د ارمنستان لوری خپل ځاني‌ تلفات د خپلو خلکو او نړۍ نه د پټولو هڅه کوي. د ارمنستان د بریدونو په مقابل کې په پيل شوو تعرضي بریدونو کې ارمنستان لوري ته درانده ځاني او مالي‌ زیانونه اوښتي دي.

د دښمن ۲۲ ټانکونه او زغروالې موټرې، ۱۵ دافع هوا  او ۱۸ بې پيلوټه الوتکې او ۸ توپونه  له منځه وړل شوي‌ دي. همداشان  تر اوسه پورې څه باندې ۵۵۰ تنه ارمني سرتیري وژل شوي‌ دي. همداشان په سلګونو تنه ارمني ځواکونه ټپیان شوي‌ دي. 

په بیان کې راغلي‌ دي چې د تالش کوی  د سیمې په نښتو کې د دښمن د هوايي ځواکونو د غنډ قومندان ډګروال لیرنیک بابایان وژل شوي‌ او تر قومندۍ لاندې ځواکونو ته يي ستر ځاني زیانونه اوښتي دي.

همداشان یو زیات شمیر د دښمن ځواکونه ټپیان شوي‌ دي‌ چې په له امله يي د ارمنستان په پوځي‌ او ملکي‌ روغتونونو کې ځای ندی پاتې. همداشان ارمنستان د تل په څیر د خپلو ځواکونو ځاني‌ تلفات د ټولو نه پټ کړي‌ دي. 

د بله پلوه د اذربایجان د دفاع وزارت ارمنستان پوځ ته وروستی خبرداری خپور کړ.

اذربایجان پوځ ویلي‌ دي‌ چې ارمنستان پوځ نن سهار ساعتونو کې د ترتر په ښار باندې بریدونه پيل کړي‌ دي. ارمنستان پوځ ته د وروستي ځل لپاره خبرداری ورکوو. مونږ هم د تدابیرو د نیولو په خاطر مجبور یو چې متقابل بریدونه پیل کړو.

د بله پلو ه د اذربایجان دفاع وزارت د ارمنستان د ټانکونو ، موضعګانو او وسلو ډیپلوګانو د لمنځه وړو  فلمونه او عکسونه خپاره کړي‌ دي.

د ویلو ده چې پرون سهار د ارمنستان لخوا د اذربایجان په خاور د بریدونو نه وروسته د دواړو هیوادونو ترمنځه نښتې پيل شوې. اذربایجان ځواکونو په ځوابي تعرضي بریدونو کې ۶ کلي د ارمنستان د اشغال نه وژغورل . 

 



اړوند خبرونه