ټرمپ : د عادلو، شفافو او ازادو ټاکنو پایلې به ومني
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونلد ټرمپ ویلي دي چې د عادلو ، شفافو او ازادو ټاکنو پایلې به ومني.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کیلي مک انني ویلي دي چې ولسمشر ټرمپ به د نوامبر په دریمه د ولسمشرۍ ټاکنو عادلې، شفافه او ازادو ټاکنو پایلې ومني.
ټرمپ تیره ورځ په سپینه ماڼۍ کې په جوړه کړې خبري غونډه کې د یو خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې « ایا د ولسمشرۍ د ټاکنو نه وروسته په سوله ایزو توګه د واک د انتقال ژمنه کوۍ؟ داسې وویل، حالاتو ته به وګورو . د ټرمپ دې ځواب د جو بایدن لخوا د ټاکنو د ګټولو په صورت کې به ټرمپ د ټاکنو پایلې ونه مني په څیر بحثونه پيل شوي دي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې بیا په خبري غونډه کې دې بحثونو او ادعاګانو ته ځواب ووایه.
هغې ددې پوښتنې په ځواب چې داسې ګونګوسې شتون لري چې ګواکې ولسمشر ټرمپ د باید د ګټولو په صورت کې به د ټاکنو پایلې قبولې نکړي داسې وویل
« ولسمشر ټرمپ د عادلو، شفافو او ازادو ټاکنو پایلې مني. ولسمشر د امریکا د خلکو ازادې ارادې او پریکړې ته درناوی لري. »
ویاندې وویل چې د ټاکنو د پایلو منل او یا نه منلو په اړه باید د ولسمشر نه نه بلکې د ډیموکراټ ګوند نه وپوښتل شي. ځکه چې هیلري کلنټن ویلي دي که چیرې په ټاکنو کې د دواړو ګوندونو رای یو بل ته ډیرې نږدې وي ډیموکراټ ګوند به دا پایلې ونه مني.
د بله پلوه ټرمپ د فوکس نیوز راډیو سره په مرکه کې د هغه پوښتنې په ځواب کې چې د بایدن د بري په صورت کې به د عالي محکمې پریکړه ومني او که نه؟ وویل چې هو .
همداشان د سپینې ماڼۍ ویاندې یو ځل بیا د پوستې له لارې د رایو کارولو سره مخالفت وکړ او وویل چې ویسکونسین په څیر په ایالتونو کې د پوستې سیستم جدي ستونزې لري.