د اوزبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف د ملګروملتونو سازمان کلنۍ اسمبلې ته په اوزبیکي ژبې وینا وکړه.
د اوزبیکستان ولسمشر : د هر اړخیزو اصلاحاتو سره مو د هیواد څیره بدله کړې ده
شوکت میرضیایوف د اوزبکستان لومړنی ولسمشر دی چې د لومړي ځل لپاره يي د ملګروملتونو سازمان کلنۍ اسمبلې ته د روسي ژبې پر ځای په اوزبیکي ژبې وینا کوي.
میرضیایوف په خپله وینا کې د نوي ډول کرونا ویروس په اړه وویل چې « کرونا ویروس اوبا ناروغۍ دا ټولو ته وښوده چې نړۍ د کرونا ویروس د تهدیدونو او ګواښونو په مقابل کې بې دفاع پاتې شوی دی.همداشان د منظم ډیالوګ، اعتماد او نږدې همکارۍ اهمیت يي هم ټولو ته ښکاره کړ.
د همدې امله پدې چوکاټ کې باید هلې ځلې مشترکې شي، مسئولیتونه لا زیات احساس شي، نړۍوالې همکارۍ لا ډیرې شي، د روغتیا د نړۍوال سازمان موقف او پوتانشیل لا لوړ او صلاحیتونو لا زیات کړی شي. ځکه چې دا جدي اړتیا ده.
هغه وویل چې درې کاله وړاندې د ملګروملتونو اسمبلې ته په وینا کې په اوزبیکستان کې جدي اصلاحاتو اړتیا نه یادونه کړې وه چې نن ورځ يي ددې اصلاحاتو لویه برخه ترسره کړي دي.
هغه وویل چې د سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي جدي او هر اړخیزو اصلاحاتو او بدلونونو سره يي اوزبیکستان څیره بدله کړې ده . نن ورځ په اوزبیکستان کې ډیموکراتیک بدلونونه په یو مهم اصل بدل شوي دي.