متحده عربي اماراتو او بحرین د فلسطین دعوا هیره کړې
متحده عربي اماراتو او بحرین د اسرائیل سره د اړیکو د نورمالو اړوند رسمي تړون نن د امریکا د ولسمشر ډونلد ټرمپ په حضور کې په سپینه ماڼۍ کې لاسلیک کړ.
متحده عربي اماراتو او بحرین د فلسطین دعوا د هیرو او خیانت کولو سره د اسرائیل سره تړون لاسلیک کړ.
د متحده عربي اماراتو، بحرین او اسرائیل ترمنځه د تړون د لاسلیکولو په مراسمو کې د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر عبدالله بن زید النیهان، د بحرین د بهرنیو چارو وزیر عبدالطیف بن راشد الزیاني، د اسرائیل لومړي وزیر نتنیاهو او د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ ګډون کړی وو.
پدې مراسمو کې د اسرائیل او متحده عربي اماراتو او اسرائیل او بحرین ترمنخه د اړیکو د نورمالولو په اړه جلا جلا تړونونه لاسلیک کړل او وروسته بیا د درې واړو هیوادونو په ګډه توګه د ابراهیم تړون په نامه یو بل جلا متن لاسلیک کړ.
د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ د تړون د لاسلیکولو په مراسمو کې د خپلې وینا په ترڅ کې د ګډون کوونکو مشرانو نه په مننې سره وویل چې نن د تاریخ د بدلولو په خاطر دلته سره راټول شوي یو. د کلونو کلونو پارچه پارچه کیدو او نښتو نه وروسته د نوي منځني ختیځ د شفق په درشل کې قرار لرو.
هغه وویل چې ددې تفاهمونو او تړونونو سره د ټولو عقایدو پلویان په ګډه توګه د سولې او هوساینې په فضا کې د روښانه راتلوونکي لپاره مهم ګام اوچت کړ. هغه وویل چې د اسرائیل ، متحده عربي اماراتو او بحرین ترمنځه تفاهم یواځې د یوې میاشتې په څیر په یوې لنډه موده کې جوړ او دادی نن لاسلیک شو.
هغه وویل چې نور هیوادونه به هم د اسرائیل سره ورته تړونونه لاسلیک کړي. د لاسلیک شوي تړونونو له مخې به نوموړي هیوادونه په متقابله توګه سفیران وټاکي او سفارت خانې به پرانیزي. همداشان د ګرځندوی نه نیولې تر تجارته ، د روغتیا نه نیولې تر امنیتي برخو پورې په هره برخه کې به قوي اړیکې جوړ شوي دي.
هغه وویل چې نوموړي درې هیوادونه دوست هیوادونه دي. د ابرهیم تړون به د نړۍ د ټولو مسلمانانو لپاره په اسرائیل کې د سپیڅلو مکانونو د زیارت کولو او په مسجدالاقصی کې په سوله ایز توګه د عبادت کولو فرصت ورکړي.
د ویلو ده چې ټرمپ د تړون د لاسلیکولو د مراسمو نه مخکې د متحده عربي اماراتو او بحرین د بهرنیو چارو وزیرانو سره په سپینه ماڼۍ کې د خپل کار په دفتر کې جلا جلا لیدنې وکړې.
د ټرمپ نه وروسته د اسرائیل لومړي وزیر نتنیاهو وینا وکړه . نتنیاهو د متحده عربي اماراتو او بحرین سره د اړیکو د عادي کولو اړوند د لاسلیک کړي تړون نه د تاریخي نوي پیل په توګه یادونه وکړه.
هغه د متحده عربي اماراتو د ولیعهد شهزاده محمد بن زید او بحرین د پاچا حمد بن عیسی الخلیفه نه پر ایران د فشار راوستو په برخه کې د اسرائیل نه پرته د قید او شرط نه د ملاتړ او نن دې ورځ مونږ ته ددې فرصت برابرونکي د امریکا ولسمشر ټرمپ نه مننه وکړه.
همداشان پدې مراسمو کې د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر عبدالله بن زید النیهان په خپله وینا کې په سر کې د امریکا د ولسمشر زوم کوشنر، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په ګډون د ټولو هغه کسانو ته چې پدې تفاهم کې رول لوبولی دی مننه وکړه.
هغه ددې تړون د یو تاریخي بري په توګه یادونه وکړه او وویل چې د منځني ختیځ د سولې سره به مرسته وکړي.
د بحرین د بهرنیو چارو وزیر هم په خپله وینا کې د امریکا د ولسمشر ټرمپ او متحده عريي اماراتو د ولیهعد شهزاده بن زید نه مننه وکړه.
هغه وویل چې دا تړون به د منځني ختیځ لپاره د سولې هیلې راژوندۍ کړي. هغه د اسرائیل او فلسطین ترمنځه د روانو اختلافاتو د عادل او هر اړخیزو حل او د دوو دولتونو حل لارې پلوي کوي.
د ویلو ده چې د امریکا ولسمشر ټرمپ د اګست په ۱۳ مه نیټه د اسرائیل او متحده عربي اماراتو ترمنځه د اړیکو د عادي کولو په اړه د هوکړې او تفاهم نه خبر ورکړ. همداشان د سپټمبر په ۱۱ مه نیټه يي د اسرائیل او بحرین ترمنخه د اړیکو د نورمالولو په اړه د تفاهم کولو نه خبر ورکړ.
د متحده عربي اماراتو او بحرین لخوا د اسرائیل سره داړیکو د نورمالولو د یو زیات شمیر اسلامي هیوادونو ډیر سخت غبرګونونه وپارول.
په ځانګړې توګه فلسطین متحده عربي اماراتو او بحرین ددې اقدام نه د فلسطین دعوا ته د ستر خیانت په توګه یادونه وکړه.
همداشان ترکیې هم ددوې دا اقدام په کلکه توګه وغنده او ددې اقدام نه يي د فلسطین دعوا ته د ستر خیانت په توګه یادونه وکړه.