ټرمپ دهغه ویاند چې مسلمانانو ته يي د ترهګرو کلمه کارولې وه له دندې د ګوښه کولو غوښتنه وکړه

ټرمپ‌ د یو تلویزیون د هغه ویاند چې د مسلمانانو ته يي د ترهګرو کلمه کارولې وه له دندې نه د ګوښه کولو غوښتنه وکړه

1483962
ټرمپ دهغه   ویاند چې مسلمانانو ته يي د ترهګرو کلمه کارولې وه له دندې د ګوښه کولو غوښتنه وکړه

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونلد ټرمپ د( ام اس ان بي سي ) د تلویزیون د ویاند جوی ریډ چې په یوه خپرونه کې د مسلمانانو نه د ترهګرو په توګه یادونه کړې وه له دندې نه د ګوښه کولو غوښتنه وکړه.

د ویلو ده چې جوی ریډ په یو تلویزیوني‌ خپرونه کې ددې خبرې په ټینګار ویلي وو چې د ټرمپ‌ پلویان افراطي شوي‌ دي . همداشان هغه د ټرمپ پلویان په اسلامي‌ هیوادونو کې ترهګرو مسلمانانو  ته ورته وبلل. 

د جوی ریډ دې څرګندونو په ټولنیزو رسنیو کې د پام وړ غبرګونونه پارولي‌ دي. یو زیات شمیر مسلمانانو جوی ریډ د اسلام مبارک دین ته د ترهګرۍ سره په تړاو ورکولو تورن کړ او سخت غبرګون يي‌وښود.

د ټولنیزو رسنیو کارونکو په اسلام دښمنۍ او تبعیض تورن کړ. 

تر ټولو سخت غبرګون بیا د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ وښود. ټرمپ‌ د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي‌ یو پيغام کې ویلي‌ دي چې دا بې استعداده جوی ریډ د مسلمان ترهګرو کلمې د کارولو له امله باید له دنده وشړل شي. ځکه چې ددې کلمې کارول په ښکاره توګه د بهرنیانو سره د دښمنۍ او تبعیض ښکارندويي کوي. که چیرې بل څوک وای اوس به وار د مخه تللی وی. 


پيوندونه: #ویاند , #ټرمپ , #امریکا

اړوند خبرونه