د اسلامي علماو د نړۍوالې ټولنې عمومي سکرتر د شارلي هیبدو پر خلاف سخت غبرګون وښود
د اسلامي علماو د ټولنې مشر : پیغمبر ص سپکاوي کوونکي نه شرف او نه هم اخلاق لري
د اسلامي علماو د نړۍوالې ټولنې عمومي سکرتر علي محی الدین القره داغي د فرانسې د شارلي هیبدو مجلې لخوا یو ځل بیا د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد ص د کاریکاتور خپرول په اړه ډیر سخت غبرګون ښودلی او دا عمل يي په ډیره سخته توګه غندلی دی.
هغه د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې د جهالت ځواب په جهالت نه ورکوو. دا مجله او ددې مجلې اداره کوونکي زمونږ د پیغمبر د خپې یو ذره خاورې ته هم نشي رسیدلی.
هغه ویلي دي چې مسلمانان د تل د هغه د فکري نړۍ مدافعین دي.
هغه زیاته کړې ده چې زمونږ ل پدې باور یو چې ټول مقدسات مصون دي. د ښې ګڼې، عدالت، ازادۍ نمونه د مثال او ښوونکی زمونږ پيغمبر حضرت محمد ص سپکاوي کوونکي نه شرف او نه هم اخلاق لري.
د ویلو ده چې شارلي هیبدو مجلې د ۲۰۱۵ میلادي کال جنوري په میاشت کې هم د حضرت محمد ص کاریکاتور خپور کړی وو چې په نړۍ کې د ټولو سخت غبرګون پارولی وو.