د امریکا د ولسمشر دونلډ ټرمپ کشر ورور ومړ

د ټرمپ ستر ملاتړی د هغه کشر ورور روبیرت ټرمپ ومړ

1473647
د امریکا د ولسمشر دونلډ ټرمپ کشر ورور ومړ

 د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر ډونلد ټرمپ‌ ورور روبیرت ټرمپ‌ د ورپیښې شوې ناروغۍ له امله ومړ.

ټرمپ‌ د خپل ورور د مړینې خبر پخپله د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي‌ پيغام کې ورکړ.

ولسمشر ټرمپ د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي‌ پیغام کې ویلي دي‌ چې " په  ډیرې خواشینۍ سره غواړم ووایم چې زما فوق العاده ورور روبیرټ نن شپه ددې نړۍ نه سترګې پټې کړې. هغه یواځې د زما ورور نه بلکې زما تر ټولو ښه ملګری وو. تل به زمونږ یادیږې او ستا یاد به تل زمونږ په زړونو کې ژوندی وي. خامخا به سره وګورو. وروره تاسره مینه لرم. راحت ویده شه."

د ویلو ده چې د ټرمپ کشر ورور ۷۲ کلن رابیرت ټرمپ د ډونلد ټرمپ تر ټولو ستر ملاتړی وو.

هغه  د ورپیښې شوې ناروغۍ له امله یو څه موده مخکې په نیویارک کې په یو روغتون کې د درملنې لاندې نیول شوی وو.

د امریکا ولسمشر ټرمپ‌ هم تیره ورځ په روغتون کې د خپل ورور نه لیدنه وکړه.

ډاکټرانو د روبیرټ ټرمپ‌ د مړینې اصلي‌ لامل په اړه څه ندي ویلي.



اړوند خبرونه