امریکا د ایران ۴ د تیلو ټانکر کښتۍ برمته کړي دي
د امریکا متحده ایالتونو د ایران اړوند ۴ ټانکر کښتۍ پدې هیواد د لګیدولو بندیزونو نه د سرغړونې له امله برمته کړي دي.
د وال ستریت ژونال ورځپاڼې د امریکا د جګپوړو چارواکیو له قوله په خپور کړي خبر کې ویلي دي چې امریکايي څارنوالانو تیره میاشت وینزویلا ته د تیلو انتقالوونکي ایراني کښتیو د برمته کولو په خاطر اقامه د دعوا وکړه.
د لونا، پاندي، برینګ او بیلا په نامه ۴ ټانکر کښتۍ لنډه موده مخکې په نړۍوالو اوبو کې برمته شوې او د امریکا د تکزاس ایالت اړوند د هاوسټن بندر ته د وړولو په خاطر يي حرکت کړی دی.
په خبر کې راغلي دي چې ددې کښتیو د برمته نیولو پر مهال د پوځي ځواک کار ندی اخیستل شوی . دا کښتۍ پر ایران د لګیدولو بندیزونو نه د سرغړونو په تور برمته شوي دي.
د ویلو ده چې دا لومړی ځل دی چې امریکا د ایران اړوند د تیلو ټانکران برمته کوي.
امریکا پر ایران د اټومي پروګرام له امله سخت بندیزونه لګولي دي. د بندیزونو نه هدف د ایران د نفتو د عوایدو مخنیوی او پرې کول دي.
ایران بیا د امریکا لخوا پدې هیواد لګول شوي بندیزونه غیرې قانوني بولي او وايي چې د اټومي پروګرام موخه يی سوله ایزه ده.